ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدو لپاره دې لنډمهال حکومت رامنځته شي

20 Oct 2019 - 16:20
20 Oct 2019 - 16:20

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند ګلبدين حکمتيار وايي چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بريالى نه دى، بايد د دويم پړاو ټاکنو ترسره کېدو لپاره لنډمهال حکومت رامنځته شي.

دغه څرګندونې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تلې په ۲۸مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وويل چې د ټاکنو په ورځ يو ميليون غير بايومټريک رايې کارول شوې او که چېرې دغه يو ميليون رايې ترې بېلې شي، پاتې رايې د ټاکنو مشروعيت نه شي تضمينولى، نو بايد دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.

نوموړى تور پورې کړ چې د ټاکنو په پروسه کې حاکمو ټېمونو په پوره ډول درغلي کړې، نو بايد دويم پړاو ټاکنې د يوه بې پرې او لنډمهال حکومت په وجود کې ترسره شي.

حکمتیار د ټاکنو پر کمېسیون نيوکه وکړه چې د پاکو او ناپاکو رايو په جلا کولو کې پاتې راغلى نو ځکه يې ونه شو کولاى لومړنۍ پایلې پر ټاکلي وخت اعلان کړي.

نوموړى وايي چې په ۱۶ کټګوريو کې يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځينې پوښتنې وړانډې کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړى.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند يواځې په خپله يوه غونډه کې څلور ميليونه ډالر لګولي دي.

هغه زیاته کړه چې په درملوک کمپنۍ کې د جرمني هېواد حکومت هم ۲۵ سلنه برخه لري نو بايد د بايومټريک ماشينونو په برخه کې تړون له يوې بې پرې کمپنۍ سره لاسليک شوى واى.

همدا راز حکمتیار نیوکه وکړه چې د بهرني هېوادونو استازي بايد د ټاکنو په کمېسيون کې د ټاکنو  له بهیره ليدنه ونه کړي؛ ځکه دغه پروسه تر پوښتنې لاندې راځي.

د حکمتیار د معلوماتو له مخې شاوخوا شپږ میلیونه کډوال او درې میلیونه بې ځایه شوي کسان د رايې له ورکولو څخه محروم شوي دي.

نوموړي پر سترې محکمې هم نيوکه وکړه چې د ملي يوالي حکومت د مودې د غځولو واک يې نه درلوده خو دغه کار يې وکړ.

همدارنګه حکمتیار ګواښ وکړ که چيرې له دوى څخه د رايو اخيستو حق يې واخيستل شي نو بدې پايلې به ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version