کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٨) : د امريکا ددفاع وزير مارک اسپير په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلى دى.
امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د دفاع وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د دفاع وزير دا لومړى سفر دى.
سرچينې زياته کړې، نوموړى به په افغانستان کې د ناټو له قوماندان او نورو امريکايي قوماندانانو او سرتېرو سره وګوري.
دغه راز ټاکل شوې چې نوموړى له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان امنيتي مشرانو سره هم وګوري.
د امريکا دفاع وزير کابل ته پر لاره په الوتکه کې خبريالانو سره خبرو کې ويلي، امريکا په پلان کې لري چې د خپلو سرتېرو شمېر شاوخوا ٨٠٠٠ ته راټيټ کړي، خو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن