ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ډبرو سکرو د یوه کان دوه کارګر وژل شوي

22 Oct 2019 - 14:04
22 Oct 2019 - 14:04

 

ایبک (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د شباشک ډبرو سکرو د کان د یوه استخراجي تونل د لوېدو په پېښه کې دوو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد دوه کسان تېره ورځ تر تونل لاندې شوي او تر اوسه (د سهار اته بجې) له تر خاورو لاندې پاتې دي.

دی وايي چې یاد استخراجي تونل غیر معیاري او شخصي دی.

نوموړي ویلي چې د یادو دوو کسانو د را ایستلو هڅې دوام لري او د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.

له دې مخکې هم د سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو کان د تونل د لوېدو او مېتان ګاز د خپرېدو په پېښېو کې څو ځله د یادو کانونو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ولسوال په ډاګه کړه چې له دې مخکې هم څو ځله د ډبرو سکرو د یادو استخراجي تونلو د بنېدېدو لپاره یې اقدام کړی خو داچې یاد تونلونه د زورواکو دي په دغه کار نه دی توانېدلی.

په ورته وخت کې د سمنګان د ولایتي شورا رییس حاجي راز محمد وویل، په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د اشخصو اړوند شاوخوا دوه زره غیر معیاري استخراجي تونلونه موجود دي او د کانونو مالکان د هر ټن ډبرو سکرو په بدل کې دولت ته ۱۵۰۰ افغانۍ محصول ورکوي.

نوموړي په ټینګار د کانونو له وزارته وغوښتل چې د دغه ډول تونلونو د استخراج مخه ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version