کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو درېیمه پېښه ثبت شوې چې له دې سره په ټول هېواد کې دغه پېښې ۱۹ ته ورسېدې.
دغه پېښه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رمباسي کلي کې یو نهه میاشتنی ماشوم د پولیو په ناروغي اخته شوی دی.
هغه زیاته کړه، ډنډ کندهار ښار ته نږدې ګڼ مېشته سیمه ده چې دغه پېښه د ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی.
د ده په خبره، له دې سره په روان کال په کندهار کې د پولیو پېښو شمېر ۳ او په ټول هېواد کې ۹ ته ورسېد.
نوموړي په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلی کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه وبلل چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.
نصرت ځيې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.
دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.
هغه د دې تر څنګ یادونه کوي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.
خو د د ده په وینا، د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري.
دی زیاتوي، د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی، د هغوی له خوا په دې اړه فتواګانې صادرې شوې، پر همدې بنسټ یې له وسله والو طالبانو او خلکو هیله دا ده چې د ستونزو جوړولو پر ځای له دوی سره د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي، ځکه ماشومانو ته د هغوی د راتلونکي روغ ژوند په خاطر واکسین ورکول شرعي مکلفیت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن