کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر اعلان کړى چې پلاوى يې د چين په بين الافغاني ناسته کې ګډون کوي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د لړم په لومړۍ نېټه په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ډين ژيجون او په قطر کې د چين سفير پرون ماښام په دوحه کې له ملا برادر سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې، د چين پلاوي د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي ته د بجینګ په کېدونکې بين الافغاني ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
شاهين ويلي، د چين ناسته د مسکو او دوحې د شوو کنفرانسونو لړۍ ده او د دوى پلاوى به په کې ګډون کوي.
د هغه په وينا، د دې بين الافغاني ناستې ټول ګډونوال به په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د حل پر لارو چارو خپل شخصي نظرونه وړاندې کوي.
تر اوسه د چين حکومت د دې ناستې په اړه رسمي نظر نه دى ورکړى، خو پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دا ناسته به راتلونکې اوونۍ د لړم په ٦مه او اوومه په بجینګ کې وشي.
د يادونې ده، په ٢٠١٥ کال کې هم چين په ارومچي ښار کې د افغان حکومت او طالبانو يوه پټه ناسته برابره کړې وه.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې دوى د چين له ناستې په جريان کې دي او په دې اړه بحثونه پيل شوي دي.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه په دې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون يا نه ګډون پرېکړه نه ده شوې.
ويل کېږي چې په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعيت اسلامي غړو عطاءمحمد نور، اسماعيل خان په ګډون يو شمېر افغان سياسيونو ته بلنه ورکړل شوې ده.
يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د چين په ناسته کې به د طالبانو ١٥ کسيز او له کابل څخه ٢٥ کسيز پلاوى ګډون کوي.
په اروپا کې مېشت افغان ژورنالېست سميع يوسفزى چې د سولې خبرې له نږدې څاري وايي، دا ډول ناستې ګټورې دي او هر لوري ته ددې چانس پيدا کېږي، چې خپل دريځ روښانه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن