کابل (پژواک،٢لړم ٩٨): د چارو شنونکي د ټاکنو پایلو د ژر اعلان غوښتنه کوي، وایي چې ځنډول یې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنو ته زمینه برابروي او کېدای شی هېواد له ستونزو سره مخ کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتي په شپږمه ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
همدارنګه ټاکل شوې وه د دغو ټاکنو پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ونه شو کړای لومړنې پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادې شهلا فرید پژوک خبري اژانس ته وویل، هر څومره چې د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډېږي، د خلکو باور د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون کمیږي او په ټاکنو کې د درغلیو وېره ډېرېږي.
د هغې په وینا، ځینې نوماندان غواړي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه شي او کمېسیون ته جنجالونه جوړ کړي.
شهلا فرید زیاته کړه:" که وضعیت همداسې دوام وکړي، دغه نامعلوم برخلیک به هېواد له بحران سره مخ کړي."
د حقوقو چارو پوه ودیر صافی وایي، ښه به دا وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکلي وخت لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای؛ ځکه چې ځنډ یې پر کمېسیون باور کموي او کېدای شی د فساد لامل شي.
دی د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې اوس هم لا وخت دی او دغه پایلې باید ژر اعلان شي؛ ځکه چې ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي او غواړي د ټاکنو د پایلو د اعلان په ځنډولو سره هېواد له ستونزو سره مخ کړي.
د سیاسي چار شنونکی خوشحال خلیل هم د ټاکنو د پایلو د اعلان پر ځنډ نیوکه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن