ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له چاودېدونکو توکو ډک موټر ویجاړ او دوه ځانمرګي وژل شوي»

24 Oct 2019 - 16:48
24 Oct 2019 - 16:48

کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۸): د هېواد په شمال کې شاهین قول اردو وایي چې په بلخ ولایت کې په یوه هوایي برید کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ویجاړ او دوه ځانمرګي په کې وژل شوي.

 د یادې قول اردو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ له غرمې وروسته پر یوه هاموې ټانک چې طالبانو د ځانمرګي برید په موخه له چاودېدونکو توکو ډک کړی و هوایي برید پرې وشو.

 سرچینې زیاته کړې چې دا هوایي برید د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په شېخ تاش تیمور کلي کې د ځانمرګي پر موټر شوی چې په پایله کې موټر تخریب او دوه ځانمرګي په کې وژل شوي دي.

 د شاهین قول اردو د یوې بلې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۸ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې جګړه کې چې له یوه ساعت یې لږ دوام درلود، د ملي امنیتي او دفاعي سرتېرو یو منسوب هم وژل شوی او یو بل ټپي دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version