ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د بورې، پټرولو او غوړو بیې راټیټې شوې دي

26 Oct 2019 - 17:57
26 Oct 2019 - 17:57

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۸): په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله، د اوړو او سرو زرو بیې لوړې؛ خو د بورې، پټرولو او غوړو بیې راټیټې شوې دي.    

 د کابل ښار د منډویي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو عمده بیه له ۱۵۸۰ نه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

 خو هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې عمده بیه له ۱۹۵۰ څخه ۱۹۲۰افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړو بیه له ۱۱۶۰ نه ۱۱۲۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

 نوموړي وویل چې د پاکستان بازارونو کې د یادو توکو د بیو د ټیټوالي له امله په کابل ښار کې هم ددغو موادو بیې ټيټې شوې دي.

 خو هغه زیاته کړه، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کيلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

 د ځینو توکو پرچون بیې په یو شمېر مواردو کې له عمده بیو سره ډېر لږ؛ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

 د کابل ښار د تایمنیو د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی پژواک ته وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایی تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې

 د کابل ښار د تېمور شاهي سړک یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانۍ او د یوګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

 د سرو زرو بیه په نړیوالو بازارونو کې تر لوړېدو وروسته په کابل کې هم لوړه شوې ده.

 د پټرولو بیه ټیټه شوې.

 د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادی وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه ۵۲ افغانۍ خو یو لېتر ډیزل په ۵۱ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version