جلال اباد (پژواک ۶ لړم ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر کسانو د ناپېژانده وسله وال له لوري د يو خصوصي پوهنتون د یوه محصل د وژنې د عاملينو نيولو غوښتنه وکړه.
دوی ګواښ وکړ، که عاملين یې ونه نيول شي او قانوني چلند ورسره ونه شي؛ نو دوی به په راتلونکي کې پراخ مدني اعتراضونه او لاریونونه وکړي.
په ننګرهار کې د اريانا په نوم د يو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال محصل فتح الله تېره ورځ د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل اډې سيمه کې له خپل کوره پوهنتون ته پر لاره و چې ناڅرګندو وسله والو کسانو وژلی دی.
د نوموړي د کورنۍ يو شمېر غړو او د پوهنتون محصلينو او مسوولينو د لړم په ۶مه د ولايت مقام مخې ته د يو سوله ييز لاريون له لارې د فتح الله د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.
د لاريون يوه ګډونوال او د پوهنتون استاد لطيف الله حميد وويل، ډاکټر فتح الله د نامعلومو وسله والو له لوري له کومې ګناه پرته د ښار په منځ کې وژل شوی، حکومت يې بايد قاتلين له نيولو وروسته محاکمه کړي.
د فتح الله ورور خالد په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، په ژړغوني غږ پژواک ته وويل چې ورور يې پرته له دې چې کتاب يې په لاس و او پوهنتون ته روان و، بله هېڅ ګناه نه درلوده.
وايي، نه يې د کورنۍ کوم غړی دولتي دنده لري او نه هم له چا سره شخصي دښمني لري.
د فتح الله ټولګيوال نصرت الله وايي، د هغه په وژل کېدو له ټولو محصلينو سره ډار پيدا شوی چې ناسم امنيتي وضعيت به يوه ورځ د دوی ژوند له د قاتلينو ښکار کړي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې والي شاه محمود مياخېل د فتح الله د کورنۍ له غړو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ادارې به دغه قضيه څېړي او د عاملينو د نيولو برخه کې به هڅه کوي.
د هغه په وينا، والي د هغه د کورنۍ له غړو هم غوښتنه وکړه چې امنيتي ادارو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن