ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چک په عملیاتو کې د ښکېلو لورو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

29 Oct 2019 - 13:35
29 Oct 2019 - 13:35

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۸): ځایي سرچینې وایي، د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور دولتي سرتېري، درې وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت وایي، په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو او دولتي ځواکونو مرګ ژوبله ردوي، وایي چې د عملیاتو پر مهال شاوخوا لس وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دی.   

د کندهار پوهتنون استاد او د چک ولسوالۍ د خليلي کلي اوسېدونکي عبدالقدير جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو له تېرو پنځو ورځو راهيسې په چک ولسوالۍ کې پوځي عمليات پيل کړي.

د هغه په وینا، د عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ په لالاخېلو کلي کې د دولتي ځواکونو د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله یو ماشومه نجلۍ وژل شوې او مور یې ټپی شوې ده.

دی وایي چې د همدې ولسوالۍ د خلیلي په کلي کې هم د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله یوه پېغله نجلۍ ټپي شوې ده.

د کندهار د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او د چک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شفيق عمري وايي: "کله چې افغان ځواکونه کلي ته رسيږي د کلي خلک ورسره د سپر په ‌‌‌‌‌‌ډول روانوي، ترڅو دوی مخکې لاړ شي، لالاخېلو په نوم کلي کې طالبان پرې جنګ کوي، زما ماما شهيد کيږي؛ تر اوسه په دې اړه معلومات نشته چی زما ماما له کوم لوري څخه شهيد شوی."

جلالي وايي چې د دولتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د چک په  کوډۍ او خليلي کليو ځیني کورونه او باغونه زیانمن شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي او مخور حاجي خرم هم د ملکي وګړو ياده مرګ ژوبله او زيانونه تاييدوي او وایي چې تېره شپه ناوخته امنيتي ځواکونه له کليو وتلي او د چک ولسوالۍ د لنګر په دښته کې مېشت شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان وایي: "امنيتي او دفاعي ځواکونه له خلکو د سپر په توګه کار نه اخلي، هغه د دولت د وسله والو مخالفينو کار دی، په دې عملياتو کې هېڅ ملکي مرګ ژوبله نه لرو او هېچا ته زيان نه دی اوښتي، دا هر څه دروغ دي، کوم ځای چې هوايي بريد پرې شوی هلته طالبان و او د هغوی پټنځايونه وو."

دی زياتوي: "هر څوک چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې داسې څرګندونې کوي هغوی له ترهګرو سره خواخوږي لري او د افغانستان د خلکو له دښمنانو سره هېڅ توپير نه لري."

هغه وویل چې د کشفي او استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په یادو عملیاتو کې تر لسو ډېر د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او تر ۱۵ ډېر ټپيان دي.

د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې دولتي ځواکونه هېڅ مرګ ژوبله نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version