کندوز ښار (پژواک، ٧ لړم ٩٨): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې پوليسو په دغه ولايت کې ٧٣ کيلوګرامه هيرويين او ٢٠٩ لېتره شراب کشف او ترلاسه کړي دي.
په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د لړم په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو دوه ورځې وړاندې د علي اباد ولسوالۍ د کېسه توپک امنيتي کمربند په سيمه کې ٧٣ کيلوګرامه هيرويين نيولي دي.
هغه وايي چې دغه نشه يي توکي په يوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د لېږدولو په تور يې يو کس هم نيول شوی دی.
قوماندان دا هم وويل چې پوليسو د کندوز ښار په مربوطاتو کې ٢٠٩ لېتره شراب کشف او ترلاسه کړي دي.
ده وويل چې دغه نشه يي توکي په يوه پيک اپ موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د پوليسو له لوري ونيول شول، خو موټر چلوونکی له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.
بشير زياته کړه: ((دغه کس تښتېدلى دى خو زموږ پوليسو يې د نيولو هلې ځلې پيل کړي دي.))
د هغه په وينا، تورن کس تر لومړنيو پلټنو لاندې دى چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن