کابل (پژواک، ۸ لړم ۹۸): اسناد ښيي چې درملوګ شرکت د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي سرور ته له ۱۳۷زره او ۶۳۰ څخه ډېرې لېږدول شوې رایې قرنطین کړې دي.
درملوګ شرکت جرمني کمپنۍ ده جې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومټریک ماشینونو د اسانتیاوو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه لري.
هغه سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې د لړم په پنځمه درملوګ شرکت د ټاکنو کمېسیون لیک ته په ځواب کې لیکلي چې دغه شرکت له یو میلیون او ۷۹۱زره او ۷۰۳ ډېرې رایې تایید کړې دي.
د دغه سند له مخې، یاد شرکت د ټاکنو د ورخې د احتیاطي دستګاوو له ۱۳۷زره او ۶۳۰ ډېرې اختلاف رامنځته کوونکې رایې قرنطین کړې دي.
یاد شرکت دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله د لړم په څلورمه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ټاکنو قانون او لوایحو د تعدیل له مخې څه کم ۷۷۰ تر ۹۰۰زره رایې بې باوره ګڼل شوې دي.
هغه لیکلي، له ولسمشرۍ ټاکنو دوې ورځې وروسته د دغه کمېسیون ولایتي ادارې خبر ورکړ چې په یادو ټاکنو کې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن