ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د بشري حقونو سازمان په راپور کې ځيني حقايق شته

31 Oct 2019 - 16:10
31 Oct 2019 - 16:10

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې د ځينو ځانګړو افغان ځواکونو په اړه د بشري حقونو نړيوال سازمان په راپور کې ځيني حقايق او تېروتنې شته او په دې برخه کې ځيني اصلاحي پروګرامونه تر کار لاندې دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل راپور کې چې نن (د لړم ٩مه) خپور شوى، د امريکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) له ملاتړ برخمنو افغان ځواکونه پر بشري سرغړونو تورن کړي دي.

په دغه راپور کې  د "سي ای اې" له ملاتړه برخمن افغان ځواکونه له قانون بهر په صحرايي وژنو، په زور د خلکو تري تم کولو، نيولو، شپنيو عملیاتو، هوايي بریدونو او د بشري حقونو پر نورو سرغړونو تورن کړي دي او  کړنې يې جنګي جنايت بللې دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې د بشري حقونو سازمان وروستی راپور حکومت ترلاسه کړى او پر ځينو مواردو يې افغان حکومت لا پخوا څرګند موقف نيولى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پر دغو مواردو افغان حکومت  اقدامات کړي او په دې اړه نور اصلاحي ګامونه هم تر کار لاندې دي.

حقمل زياته کړې: ((په دغه راپور کې ځيني حقايق هم شته او ځينې تېروتنې هم، له همدې امله يې په اساسي ډول ټکی په ټکي ارزوو او د هر مورد په پام کې نيولو سره به يې په مفصله توګه ځواب کړو.))

په ياد راپور کې د دغو افغان ځواکونو يادونه نه ده شوې، خو څو اوونۍ مخکې په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې له خوا په جلال اباد ښار کې د شپنيو عملياتو پر مهال څلور وروڼه ووژل شول.

د  ملي امنيت د ٠٢ قطعې له خوا په يوه اعلاميه کې راغلي وو چې وژل شوو کسانو له داعش سره تړاو درلود.

خو له دغو عملياتو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د دې عملياتو په غبرګون کې ولسمشر د ملي امنيت لوى رييس معصوم ستانکزى له دندې لرې کړى دى.

دغه راز ولسمشر چې جلال اباد ته د ټاکنيز کمپاين لپاره تللى و، يوې غوندې ته په وینا کې وویل چې افغان ځانګړي ځواکونه به نور پرې نه ږدي چې دا ډول عمليات ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version