کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): د افغانستان بانک او د لویې څارنوالۍ ترمنځ د پیسو مینځلو، له ترهګرۍ د ملاتړ او نورو جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعاتو او معلوماتو شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په هغې غونډه کې چې د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال واحدالله نوشېر د دغه هوکړه لیک د ارزښت او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، یاد هوکړه لیک د پیسو مینځلو، له تروریزم څخه د ملاتړ او نورو جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړ.
له فساد سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال خواجه عبدالحق احمدي هم د یاد هوکړه لیک لاسلیک د لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک ترمنځ د اطلاعاتو او معلوماتو شریکولو په برخه کې ګټور یاد کړ.
نوموړي یادونه وکړه، که څه هم له دې وړاندې د افغانستان بانک او لویې څارنوالۍ په دې برخو کې همکاري درلوده، خو د دې ډول هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به په دې برخه د یادو ادارو ترمنځ همکارۍ لا زیاتې شي.
ده زياته کړه، لویې څارنوالۍ له څو نورو ادارو سره هم دا ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې غوره لاسته راوړنې لري.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملاتو د شننې مرکز لوی امر نثاراحمد یوسفزي وويل، له لویې څارنوالۍ سره د دغه هوکړه لیک په لاسلیک سره به په تخنیکي برخو کې همکارۍ لا زیاتې شي او په ښه ډول د پیسو مینځلو، له ترویزم څخه د ملاتړ او نورو مالي جرایمو په برخه کې مبارزه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن