ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقوقو سازمان: د “سي ای اې” له ملاتړه برخمن افغان ځواکونه دې منحل شي

31 Oct 2019 - 16:08
31 Oct 2019 - 16:08

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې د امريکا د استخباراتي (سي اى اې) د ملاتړو افغان ځواکونو د منحل کولو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان له خوا د لړم په ٩مه په يو تازه خپور شوي راپور کې راغلي، دغه افغان ځواکونه چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې "سي ای اې" له ملاتړه برخمن دي، د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.

په دغه راپور کې د "سي ای اې" له ملاتړ برخمن افغان ځواکونه د قانوني بهر په صحرايي وژنو، په زور د خلکو ترې تم کولو، نیولو، شپنیو عملیاتو، هوايي بریدونو او د بشري حقونو پر نورو سرغړونو تورن کړي دي.

د بشري حقونو د څار دغه سازمان دا کړنې جنګي جنایت بللې دي.

دغه سازمان ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد دغو ځواکونو له خوا له ۲۰۱۷ میلادي کال څخه د روان ۲۰۱۹ میلادي کال تر نیمايي پورې موده کې یې د شوو ۱۴ قضیو پلټنه کړې ده چې له مخې یې دغو ځواکونو جدي بشري سرغړونې کړې دي.

د بشري حقونو د څار یادې ډلې له افغان حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې ټولې هغه د افغان حکومت پلوه وسله والې ډلې چې په کې د"سي ای اې" له ملاتړ برخمن افغان ځواکونه هم شامل دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر قوماندې لاندې فعالیت نه کوي، منحل کړي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې "سي ای اې" ویاند ټیموټي برېټ د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې دا اداره خپل عملیات د قانون له مخې د څارنې د یو میکانیزم پر اساس ترسره کوي.

بریټ زياته کړې: "طالبانو د دغسې یوې مشابه کړنلارې له مخې عملیات نه کوي، بلکې عملیات یې ډېر خراب دي. طالبان د پروپاګند یو پراخ کمپاین ترسره کوي، څو هغوی چې د افغان مشروع حکومت ملاتړي دي، بې اعتباره کړي."

خو په تېرې سپټمبر میاشت کې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې "سي ای اې" له ملاتړه برخمن افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر یو کور شپني عملیات ترسره کړل او په ترڅ کې څلور ورونه ووژل شول.

له دغو عملیاتو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت لوى رييس له دندې لرې کړ.

دغه راز ولسمشر چې جلال اباد ته ټاکنيز کمپاين ته تللى و، یوې غوندې ته په وینا کې وویل چې افغان ځانګړي ځواکونه به نور پرې نه ږدي چې دا ډول عملیات ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version