ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: امنيتي ارګانونه دې پر حسن حقيار د بريد عاملين ونيسي

31 Oct 2019 - 11:58
31 Oct 2019 - 11:58

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د سياسي چارو پر شنونکي محمد حسن حقيار شوى بريد غندلى او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې د دغه بريد عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د حسن حقيار ورور محمد شفيق حقيار د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه اته بجې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د ابن سينا روغتون مخې ته رامنځته شو.

هغه زياته کړه: ((حقيار صېب د اريانا ټلويزيون په يوه بحث کې له ګډون وروسته خپل کور ته روان و چې په لاره کې پرې بريد وشو.))

شفيق وايي، په ياده سيمه کې يوه وسله وال خپل موټر د حسن حقيار موټر مخې ته درولى او پر هغه يې اته ډزه کړې چې دوه مرمۍ حقيارلګېدلې او يوه مرمۍ يې پر موټر.

د نوموړي په وينا، حقيار د پښو په برخه کې ټپي شوى او په سيمه کې د پوليسو د ګزمې له خوا بريدګر نيول شوى او حقیار هم یادو پوليسو روغتون ته رسولى دى.

هغه وايي چې حسن حقيار له چا سره هېڅ ډول شخصي ستونزه نه لري او له حکومته يې وغوښتل چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي.

نوموړي وويل چې حقيار او ځينو نورو ملګرو يې د امنيتي ګواښونو له امله څو ورځې مخکې د حکومت له اجرائيه رييس، د ملي امنيت شورا له سلاکار، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو مسوولينو او سياسي مشرانو سره په ليدنو کې په دې اړه شکايتونه کړي وو.

بلخوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پر حسن حقيار شوى بريد په کلکه غندلى دى.

د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنيتي ځواکونه مسووليت لري چې د دغه بريد عاملین هر څه ژر معلوم کړي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

عبدالله ويلي، د بيان ازادي د افغانستان د تېرو دوو لسیزو له عمده او اساسي لاسته راوړنو ده چې هېڅوک يې د مخنیوي او ورته د ګواښ کولو حق نه لري.

هغه زياته کړې، سره له دې چې حقیار به د بیان له ازادۍ په استفادې نيوکې درلودې، خو قانون ټولو افغانانو ته يو ډول حق ورکړي چې د بيان له ازادۍ استفاده وکړي.

د يادونې ده، حسن حقيار پخوا له ځينو رسنيو سره د دندې ترسره کولو ترڅنګ د افغانستان اسلامي محاذ ګوند د فرهنګي چارو مسوول، د حريت او محاذ اوونيو مسوول مدير هم دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version