ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې ١٥ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

3 Nov 2019 - 16:40
3 Nov 2019 - 16:40

پلخمري (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): د بغلان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې نيول شوي ١٥ ټنه نشه يي توکي وسوځول.

په دې اړه د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي د لړم په ١٢مه رسنيو ته وويل چې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په تېر یوه کال کې بېلابېل ډوله ١٥ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.

هغه وايي چې په دغه نشه يي توکو کې مورفين، چرس او الکول شامل دي چې په تور يې ٦٣ کسان هم نيول شوي دي.

دغه راز په يادو مراسمو کې د بغلان د  ځانګړې قطعې قوماندان جنرال عبدالرووف اروزګاني وويل چې دغه نيول شوي ١٥ ټنه نشه يي توکي نن د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.

هغه وايي: ((يواځې د قاچاقبرو او نشه يي توکو په نيولو سره دغه مشکل نه حل کيږي، بايد ددې کار ترڅنګ د نشه يي توکو د کر مخه هم ونيول شي.))

همدرانګه د بغلان ولایتي شورا غړي محمد حنیف  کهګدي وویل، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیس له مسلکیتوب وروسته ښې لاسته راوړنې لري.

ده زياته کړه: ((زه له دغو پوليسو څخه غواړم چې د نشه يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي، ترڅو هېڅوک ونه شي کولى د شمال له لارې قاچاق وکړي.))

د يادونې ده چې نږدې یو کال وړاندې هم د بغلان پولیسو ۲۶۶۸ کیلوګرامه نشه یي توکي سوځولي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version