ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان امنيه قوماندان: د ګېزاب جګړه

4 Nov 2019 - 14:04
4 Nov 2019 - 14:04

ترينکوټ (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولایت په ګيزاب ولسوالۍ کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ اوس هلته جګړه مهار شوې ده.

په ګېزاب ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې چې کله وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه وکړل او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، عملیات روان دي.

اوس امنیتي مسوولین وايي چې د ګېزاب جګړه مهار شوې او دوی هڅې پیل کړې څو تازه چاڼيز عمليات پیل کړي او له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.

د اروزګان امنيه قوماندان، په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان او د افغان کوماندو ځواکونو عمومي مشر له تېرو دوو اوونيو راهیسې په ګېزاب ولسوالۍ کې دي، څو دا ولسوالۍ له سقوطه وژغوري.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري پژواک اژانس ته وویل، اوس په ګېزاب کې جګړه درېدلې او دوى د طالبانو پر وړاندې د چمتووالي په حال کې دي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله په دې ولسوالۍ کې ۶۳ طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د اروزګان د پولیسو مشر په روانه نښته کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایې، خو ژمنه کوي چې ډېر ژر به تصفوي عملیات پيل شي.

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې په ګېزاب کې درې ورځې مخکې پوځيانو یو ځل بیا هغه پوستې خوشې کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې د عملیاتو پر مهال نيولې وې.

سرچينه زياتوي، د امنیتي ځواکونو نه همغږي د دې لامل شوه چې په ګېزاب کې یو ځل بیا ترلاسه شوې امنیتې ساحه په نیم ساعت کې طالبانو ته خوشې شي او پوځیان ولسوالۍ ته را ستانه شي.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي بیا پژواک ته وویل چې په ګېزاب کې افغان دولت هېڅ لاسته راوړنه نه لري او هغه مرکزونه چې دوی په لومړیو کې نيولې وو، اوس هم د دوی په واک دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version