کابل (پژواک، ۱۳ لړم، ۹۸): د ټاکنو کمېسیونونو اسناد ښیي چې د ۱۰۵ محلونو رایې باطلې شوي دي او د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د رایو په ۳۷۰ پرانیستو مرکزونو کې هېڅ رایه نه ده کارول شوې.
د باطل شوو رایو محلونه:
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار د ۱۰۵ محلونو له باطل اعلانېدو خبر ورکړی او وايي چې دغه محلونه په پنځو ولایتونو کې باطل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ټولو باطل شوو محلونو ۵۱ محله په فراه، ۱۷ په تخار، ۱۳ په کابل، ۱۳ په بغلان او ۱۱ نور محلونه په غور ولایت کې باطل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه د ټاکنو قانون د ۳۰، ۸۶ او ۹۴ موادو او د رایو د ابطال، بیاشمېرنې او قرنطین چارو ته د رسېدو د لایحې له مخې شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، ښايي د استیناف غوښتنې قضیو په دلیل د باطل شوو محلونو په شمېرو کې بدلونونه راشي.
د بیاشمېرنې او تفتیش وړ محلونه:
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون تر ۲۱۰۰ د ډېرو محلونو د بیاشمېرنې او تفتیش پرېکړه کړې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي پژواک ته وویل:"په لومړي لړلیک کې ۱۸۴۴ محلونو بیاشمېرنې ته اړتیا درلوده، خو د فهرست له بشپړېدو وروسته، د بیاشمېرنې ترڅنګ تفتیش هم په کې ور زیات شو او اوس په ۲۳ ولایتونو کې تر ۲۱۰۰ ډېر محلونه تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا لري."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن