کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): یو تن دعوه کوي چې کابل کې څو تنو د هغه ځمکه غصب کړې او په داسې حال کې د ودانیو جوړولو کار پرې روان دی، چې عدلیې وزرات یې شاوخوا اووه میاشتې مخکې د درېدو امر کړی دى.
عبدالرحمن شینواري د محمد صدیق زوی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالحلیم، حاجي شېرعلي، ملک تلاش او امان الله په ډله ییزه توګه د هغه څلور جریبه او څلور نیمې بیسوې ځمکه شاوخوا دوه کاله مخکې د کابل ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په جبارکلا کلي کې غصب کړې او بیا یې پر نورو کسانو پلورلې ده.
دی وایي چې هجرت الله، نصیراحمد، شعیب، حمیدالله، وحیدالله، جهادالله، ایمل، امان، رحمت الله او عتیق الله هغه کسان دي چې عبدالحلیم او حاجي شېرعلي، ملک تلاش او امان الله د هغه ځمکه ورباندې پلورلې ده.
هغه وایي، پر ځمکه یې په داسې حال کې د یادو کسانو له خوا د ودانیو جوړولو کار روان دی، چې دی د دغې ځمکې د ملکیت عرفي سند هم لري.
عبدالرحمن شینواري پژواک ته د هغې login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن