ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د عوايدو ټولولو پر وړاندې له خنډ جوړوونکو سره دې قانوني چلند وشي

4 Nov 2019 - 15:36
4 Nov 2019 - 15:36

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): ولسمشر د ټول هېواد امنيتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده چې د زورواکو په ګډون که څوک د عوایدو ټولولو پر وړاندې خنډ واقع کېږي، نو جدي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

له ارګه د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د عوایدو راټولولو بهیر ته د پاملرنې پر زیاتوالي خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د عوایدو او ګمرکونو معین، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي ريیس، د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ او یو شمېر والیانو هم حضور درلود، په ولایتونو کې د عوایدو راټولولو پروسه کې د همغږۍ او هڅو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

هغه د ګمرکونو د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي په ټينګار امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د زورواکو په ګډون که هر څوک او هر چېرې د عوایدو راټولولو پر وړاندې خنډ واقع کېږي، نو جدي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او والیانو ته لارښوونه وکړه چې پر وخت او قانوني ډول د عوایدو راټولولو لپاره د ګمرکونو پر فعالیت او شفافیت خپله پاملرنه او څارنه زیاته کړي.

نوموړي د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د مالیې وزارت کارونه او هلې ځلې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل، باید د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر موږ هم خپله بودجه له خپلو عوایدو برابره کړو.

اشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت ته د عوایدو راټولول یو مهم اصل دی او د ځان بسیاینې لپاره د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، نو د عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شي.

هغه په ټینګار وویل، په ګمرکونو کې هېڅوک د عوایدو راټولولو په برخه کې خنډ نه شي واقع کېدای او دا یوه ملي وجیبه ده.

محمد اشرف غني وویل، د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د حکومت ظرفیتونه ښه شوي، خو د لا پیاوړتیا لپاره باید منظم او سیستماتیک پروګرامونه ترتیب او تطبیق شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version