ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په يوه تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

5 Nov 2019 - 09:47
5 Nov 2019 - 09:47

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): افغانستان د کرکټ په يو ورځنۍ تمريناتي لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او ويـسټ انډيز ترمنځ د کرکټ سيالۍ ټاکل شوې ده د هندوستان په لکهنو ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.

له رسمي سياليو مخکې پرون د دواړو لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره شوه؛ د دې لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ويسټ انډيز لوبډلې په ٣٩ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له  لوري نوين الحق او شرف الدين اشرف درې درې، ګلبدين نايب دوه، يمين احمدزي او کريم جنت يو يو لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډلې ياد هدف په پنځه دېرشم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري رحمت شاه ٤٧، نجيب ځدراڼ ٤٠، اصغر افغان ٣٣  او محمد نبي ١٨ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه سبا ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version