ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حنیف اتمر رایې هم د ۱۳ نورو نوماندانو په څېر محاسبه کېږي

5 Nov 2019 - 16:28
5 Nov 2019 - 16:28

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې خپلې ټاکنیزې سیالۍ وځنډولې؛ خو یو شمېر خلکو نوموړي ته رایې ورکړې او د هغه رایې محاسبه کېږي.

د تلې میاشتې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي وو؛ له دې ډلې زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومي د دولت جوړونکي ټېم په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شول او ولسمشرۍ ته بل نوماند محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټېم د زمري په ۱۷مه اعلان وکړ چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ یې درولې او ځنډولې دي او د ټاکنیزو مبارزو ځنډولو لامل یې د حاکم ټېم له خوا د غیرقانوني اقداماتو له امله د ټاکنو د باور زیانمنېدل وباله.

دغه ټاکنیزې ډلې اعلان کړی و چې د تلې د شپږمې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون نه کوي.

د اتمر رایې حسابېږي

په رای پاڼو کې د ټولو (اتلسو) نوماندانو نومونه چاپ شوي وو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي وایي چې څلورو نوماندانو (زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي، ابراهیم الکوزی او نورلحق علومي) دغه کمېسیون ته له نوماندۍ د تېرېدو فورمونه وړاندې کړي دي، نو له همدې امله که چا دغه څلورو کسانو ته رایه ورکړې وي، نه محاسبه کېږي؛ خو اتمر له خپلې نوماندۍ په رسمي ډول استعفا نه وه کړې.

د دغه کمېسیون په ۹۴مه  پرېکړه کې هم له څلورو نوماندانو یادونه شوې، راغلي چې د یادو نوماندانو رایې د ټاکنو قانون له حکومونو سره سم، د رایو شمېرل د محاسبې وړ نه دي او له وړاندې ورکړې پیسې یې نه ورکول کېږي او لیکنۍ رسمي غوښتنه یې د کاندیداتورۍ له استعفا سره سم کمېسیون ته وړاندې کړې وه.

رحیمې ظریفي وویل، که چا محمد حنیف اتمر ته رایه ورکړې وي، محاسبه کېږي؛  ځکه نوموړي د نوماندۍ د استعفا لیکنۍ غوښتنه په رسمي ډول کمېسیون ته نه ده وړاندې کړې.

د هغې په خبره، دا چې خلکو اتمر ته رایه ورکړې او کنه، د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره به معلومې شي.

ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۵مه اعلان شي؛ خو کمېسیون تر اوسه د دغه کار پر ترسره کولو نه دی بریالی شوی او اعلان یې کړی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

خو د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټېم ویاند قادرشاه وویل: «موږ چې وړاندې له کمېسیون سره خبرې کړې وې، زموږ رایې نه حسابېدې؛ نو موږ ته چا رایه نخ ده راکړې او که چا په ناپامۍ رایه راکړې وي، جلا موضوع ده.»

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به له خبرو وروسته د سولې او عدالت له حقوقي ټېم سره پر جزیاتو خبرې وکړي؛ خو د دوو ورځو په تېرېدو او له پرله پسې اړیکو هم په دې اړه ځواب ورنه کړ.

د اتمر رایې په داسې حال کې محاسبه کېږي چې د هغه یو مرستیال له یوه بل ټاکنیز تېم څخه ملاتړ اعلان کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version