کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه «مېک» وايي، د دوی موندنې ښيي چې د خصوصي تعليمي موسسو مقرره د ډېرو سختو شرايطو او معيارونو له کبله د پلي کېدو وړ نه ده.
د «مېک» کمېټې د دارالانشاء مشر ميوند روحاني نن په کابل کې د پوهنې وزارت د اداري فساد پر وړاندې د زيانمننې د پنځم راپور د خپرولو په تړاو جوړه شوي غونډه کې وويل، مېک په افغانستان کې د خصوصي ښوونځيو د وضعيت په اړه هم ارزونه کړې او موندنې يې ښيي چې ډېرو خصوصي تعليمي موسسو د دې وزارت مقرره د ډېرو سختو شرايطو او معيارونو له کبله نه ده پلي کړې.
هغه زياتوي: "متاسفانه کومو خصوصي ښوونځيو چې دغه مقرره نه ده پلې کړې، جواز ورکړل شوى او هغو ښوونځيو چې دغه مقرره په بشپړ ډول پلي کړې، نه دي تقدير شوي."
د ده په وينا، له مالياتو تېښته، د پوهنې وزارت له خوا د د زده کوونکو د فيس او بيمې شرکت او د بيمې پيسو تعيينول، د دوو خصوصي ښوونځيو تر منځ د واټن نه مراعتول، له خصوصي ښوونځيو څخه د فارغ شويو زده کوونکو د اسنادو اوږد طى مراحل او ځينې نورې هغه زيان منونکې برخې دي چې د خصوصي تعليمي موسسو په مقرره کې شته.
روحاني زياتوي، له بده مرغه پر خصوصي ښوونځيو د پوهنې وزارت د څار چارې ډېرې کمروزې دي او هغه ښوونځي چې د لومړنيو زده کړو د تدريس جواز يې ترلاسه کړى، د منځنيو زده کړو تدريس هم مخ ته وړي او هغه ښوونيز مرکزونه چې د منځنيو زده کړو د تدريس جواز لري، د لېسې دورې زده کوونکي هم لري او تدريس په کې کېږي.
دی وايي، مېک د پوهنې له وزارت څخه غواړي چې د خصوصي تعليمي موسسو مقرره په کيفي ډول پلې کړي.
د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې ښيي چې زياتره خصوصي ښوونځي په دې مقرره کې له تعريف شويو شرايطو سره سمون نه لري، په حقيقت کې د دې مقررې سخت شرايط او معيارونه د څېړنې پلاوي او د ارزونې غړو ته زمينه برابروي چې د خصوصي زده کړو رياست له لوري خصوصي ښوونځيو ته د جواز د ورکړې د بهير پرمهال د فساد شونتيا رامنځ ته کوي.
د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، د خصوصي ښوونځيو مقرره تجديد شوې او ډېر ژر به تنفيذ شي.
هغه وايي: "په نوې مقرره کې موږ اصلاحات راوستي چې د بېلګې په ډول ويلي شو چې د خصوصي ښوونځيو د جوازونو د اخيستو په برخه کې زماني محدويت لرې شوی دی."
د دې په وينا، د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو د څارنې په موخه ۵۰ کسيز امريت او په ټولو ولايتونو کې مديريتونه د جوړېدو په درشل کې دي، په ټولو خصوصي ښوونځيو کې د پوهنې وزارت نصاب د تدريس په درشل کې دى او هم په کې د زده کوونکو او محصلينو د فيس د تعيين په اړه هم پوره وضاحت راغلی دی.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، تر ۱۳۹۸ کال پورې په ټول هېواد کې ۲۲۱۸ خصوصي ښوونځي فعاله دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن