ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: لغمان کې پر ملکي موټرو بریدکوونکي دې مجازات شي

10 Nov 2019 - 17:03
10 Nov 2019 - 17:03

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو په لغمان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پر ملکي موټرو برید غندي او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د لغمان ولايتي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې وړمه ورځ ماښام مهال بهرنيو ځواکونو د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ په سيمه کې د ملکي وګړو دوه موټر په ګازي ګولیو ویشتلي او سوځولي یې دي چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي.

هغه ويلي و چې امريکايي ځواکونو يادو موټر ته د نږدې نه ورتګ او درېدو امر کړی و خو هغوی سرغړونه کړې وه.

د مشرانو جرګې غړي لطف الله بابا نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې د لغمان پېښه وغندله او ويې ويل:"وړمه شپه د دې وحشيانو له خوا پر ملکي موټر اور غورځونکي ګولۍ غورځول شوي، دوه موټر سوځېدلي، څو کسان ټپيان او څو دوکانونه هم سوځېدلي دي؛ متاسفانه دغه وحشت پر عام سړک او پر عام محضر کې شوی."

دی زياتوي، تر دې وړاندې کله چې د بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي وګړي وژل کېدل هغوی به يې طالبان او يا داعشيان بلل، خو اوس به د بهرنیانو ځواب څه وي.

د مشرانو جرګې بل غړي محمد هاشم الکوزي وویل :"بهرنيو ځواکونو دغه بريد د لغمان د خلکو پر دوو موټر نه دی کړی، بلکې دغه بريد پر ټولو افغانانو دى."

هغه زیاته کړه:«پر بهرنيو ځواکونو غږ کوو چې زموږ د خلکو درناوی دې وکړي او پر ولسمشر غږ کوو چې د بې ګناه خلکو پوښتنه دې وکړي او دغه موضوع دې په جدي ډول وڅېړي.»

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د لغمان یاده پېښه وحشت وبلله.

هغه وویل:"د دې ترڅنګ چې ملکي وګړي ټپيان شول او موټر يې وسوځول شول، مهمه دا ده چې څومره وحشت وشو، دهشت وشو، څومره وېره خپره شوه؛ څومره د نظام وسله والو مخالفينو له دې کاره ناوړه ګټه واخيسته او څومره د خپل استقلال پر وړاندې داغداره شوو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version