خوست ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): چارواکي وايي چې په خوست ولایت کې شپږ پولیس د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هغوی په وینا چې دغه بريد تېره شپه د یاد ولايت د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ اړوند د بلاټ باغ په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر شوی دی.
د خوست امنيه قواماندان مل پاسوال سيداحمد بابازي د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پوليس د هغې امنيتي پوستې مرستې ته ور روان وو چې وسله والو پرې برید کړی و.
نوموړي زياته کړه چې په دغه برید کې پنځه پوليس او يو څارنوال وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.
د خوست د والي وياند طالب منګل هم وايي چې په دغه بريد کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري هم پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه شپږ جسدونه او درې ټپيان ور وړل شوي.
نوموړي وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملي پوليس دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو په صبريو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د يوه افسر د وژلو ادعا یې کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن