ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انس حقاني او امریکایي پوهنتون استادانو د تبادلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

11 Nov 2019 - 22:11
11 Nov 2019 - 22:11

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸) : حکومت او طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې د افغان امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د دریېو طالبانو د خوشې کولو موضوع هواري ته نږدې شوې ده.

بلخوا طاللبانو ته یوې نږدې سرچینې د لړم په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، ټاکل شوې وه چې دغه تبادله نن په شپږو بجو ترسره شي، خو ددې خبر تر خپریدو یې معلومات نه درلودل چې خوشي شوي که نه.

د افغان امریکایي پوهنتون دغه دوه تنه استادان درې کاله مخکې د  کابل ښار له دار الامان سړک څخه وتښتول شول چې يو يې  امریکایی او بل یې د اسټرالیا اوسیدونکی دی.

 د  اسټرالیا اوسیدونکی ۵۰ کلن تیموټي ویکس او امریکایی ا ستاد ۶۲ کلن کیفن کینګ  د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په اګست میاشت کې تښتول شوي وو چې وروسته طالبانو ددوی ویډیو خپرولو پر مهال په بدل کې یې د انس حقاني او ځینو نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

طالبانو تیر کال د یوه ویډیو په خپرولو سره ویلي وو چې د دوی روغتیايي حالت ښه نه دی. دغه راز په دې ویډیو کې یادو استادانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو، چې ددوی په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

وروسته له هغه چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې تر دوو میاشتو وقفې وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د قطر دفتر پلاوي سره  هم مهاله اسلام اباد ته سفر وکړ، هغه مهال سرچینې ویلي وو، چې ددې سفر موخه د استادانو او انس حقاني پر تبادلې خبرې کول وو.

خلیلزاد بیا له اسلام اباد څخه کابل ته راغی او دلته یې له افغان چارواکو سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب څو ورځې مخکې په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي وو، چې اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد ورروستی د سولې لپاره نه، بلکې د امریکایي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو لپاره و.

هغه په ډاګه کړې وه چې د امریکایي استادانو او انس حقاني پر تبادلې خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

یوې سرچینې پژواک ته وویل انس حقاني پخوا خوشې کیدل، خو افغان حکومت له دې کار سره مخالفت کولو.

سرچینې زیاته کړه : (( په دې قضیه کې طالبانو او امریکا ګټه کوله، خو افغان حکومت چې انس حقاني ورسره دی، هیڅ څه نه ترلاسه کوي.))

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت د انس  حقاني د خوشې کولو  په بدل کې له امریکا څه ترلاسه کول غواړي.

د انس حقانی او امریکایي پوهنتون استادانو د تبادلې خبر په داسې حال ورکړل شوی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرال فیض نن په یوه ناڅاپی سفر کابل ته راغلی و.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي چې له حمدالله محب سره یې ددواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کولو او ستونزو هواریدو یې خبرې وکړې، خو ځینې سرچینې وایي چې دا سفر هم د یادو بندیانو د تبادلې په موخه شوی.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د ولسمشر کاندید رحمت الله نبیل نن ماښام په ټویټر کې لیکلي : (( زما په نظر د پاکستان د ای اس ای د مشر کابل ته سفر د بندیانو د تبادلې لپاره وو چې ډیر ژر به دا تبادله وشي.))

هغه زیاته کړې، انس حقاني، مالي خان ځدراڼ او او حافظرشید به ددوو امریکایي پوهنتون استادانو په بدل کې خوشي شی.

د افغانستان حکومت  او طالبانو تر اوسه د تازه پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي.  

انس حقاني څوک دی؟

انس حقاني د طالبانو د حقاني ډلې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور دی، د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ۲۰۱۴ کال کې اعلان کړی و چې هغه یې د افغانستان له مربوطاتو څخه نیولی، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی په بحرین هیواد کې تر نیول کیدو وروسته  افغانستان ته سپارل شوی دى.

طالبانو د ۱۳۹۷ لمریز کال  په سلواغې میاشت کې چې خپل مذاکراتی ټیم کې اعلان کړ، نو په هغه کې د انس حقاني نوم هم و، له هغې وروسته دا اوازې قوي شوې چې انس حقاني به دامریکایي استادانو په بدل کې خوشې کیږي.

سرچینو ویلي وو، انس حقاني او په سویل لویدیځ کې د حقاني ډلې مشر حافظ رشید د خپل یو بل غړي چې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شوی و، کوم عربي هیواد ته تللی و ، چې هلته د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو لخوا ونیول شواو بیا افغانستان ته لیږدول شوي وو.

خووروسته معلومه شوه، چې دوی په بحرین کې تر نیول کیدو وروسته قطر او بیا افغانستان ته ولیږدولې  شول.

ویل کیږي چې انس حقاني له عربي هیوادونو څخه خپلې شبکې ته د مالي وسایلو په راټولولو کې مهم رول درلود.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version