ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسټ انډيز له افغانستانه د يو ورځنيو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله

12 Nov 2019 - 12:43
12 Nov 2019 - 12:43

 

کابل (پژواک، ٢١ لړم٩٨): د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په درېيمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ درې پر صفر وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې ترسره شوې.

پرون د درېيمې لوبې پچه د ويسـټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو د تېرو لوبو په پرتله ښه لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې يې ٢٤٩ منډې جوړې کړې او ويسټ انډيز ته يې د ٢٥٠ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري اصغر افغان ٨٦، محمد نبي  او حضرت ځاځي ٥٠، ٥٠ او نجيب الله ځدراڼ ٣٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.

خو د ويسټ انډيز لوبډلې ياد هدف په اسانۍ سره په ٤٩ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري شاى هوپ ١٠٩ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ ٢، شرف الدين اشرف، راشد خان او محمد نبي يو لوبغاړى وسوځولو.

د ويسټ انډيز شاى هوپ د دې لوبې او چيس د درېيو واړو سياليو غوره لوبغاړي وټاکل شول.

تر دې مخکې ويسټ انډيز له افغانستانه لومړۍ او دويمه يوه ورځنۍ لوبې هم ګټلې وې، دا په يوه ورځنۍ کرکټ کې د افغانستان دوولسمه پرله پسې ماتې وه.

له دې وروسته به د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د شل اووريزو سياليو لړۍ پيل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version