کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ټاکنیزو ټيمونو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدنې له امله په ټولو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر ودرېد او له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم وځنډېدې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو لپاره د رایې ورکونې د ۲۶۵۸۰ محلونو له ډلې د روان کال د لړم په ۱۸مه د رایې ورکونې د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیاشمېرنې اعلان وکړ، خو دغه بهیر د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل اړوند ټاکنیزو ټيمونو له مخالفت سره مخ شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بهیر به په ټولو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیو تر بلې پرېکړې ولاړ وي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې، لکه څنګه چې ټاکل شوې وه د لړم په ۲۳مه به اعلانېږي، هم ځنډولې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر اورنګ زېب وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یې د رایې ورکونې تر اتو زرو د ډېرو محلونو رایو د بیاشمېرنې پر سر د اختلاف له امله ځنډولې دي.
په همدې حال د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو نن ویلي چې دغه بهیر په ۲۵ ولایتونو کې په عملي ډول روان دی او په تېرو پنځو ورځو کې د رایې ورکونې د ۹۱۵ محلونو رایې تقتیش او بیا شمېرل شوې دي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای؛ خو له بایومټریک ماشینونو سرور ته د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه او وروستۍ به یې د لېندۍ په ۱۵مه اعلانوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن