ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېک: د قضیو په تړاو توپیري چلند د عدالت د ټینګښت په برخه کې ستونزه ده

13 Nov 2019 - 15:23
13 Nov 2019 - 15:23

کابل (پژواک، ۲٢ لړم ۹۸): لويې څارنوالۍ په تېرو دوو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې «مېک» له ۵۱ سپارښتنو ۴۰ په بشپړ ډول پلې کړې او پر لسو يې کار پيل کړی دی.

مېک وایي چې د دولتي عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ کمزورو اړيکو او په بېلابېلو ولايتونو کې په توپيري ډول د قضيو د مديريت د سيستم پلي کول لا هم هغه ستونزې دي چې د عدالت د تامين په برخه کې يې ستونزې رامنځته کړې او سلګونه هغه زندانيان چې د بند موده يې پوره شوې، لا هم په زندانونو کې دي.

دغې کمېټې له ۱۳۹۶ کال راهيسې په لويه څارنوالۍ کې د اداري فساد د زيانمننو په اړه څلور راپورونه مخکې خپاره کړي او پنځم راپور يې نن خپور کړ.

د مېک د دارالانشاء مشر ميوند روحاني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغې کمېټې په ۱۳۹۶ کال کې لويې څارنوالۍ ته د سمونو او اصلاحاتو په موخه ۵۱ سپارښتنې کړې وې.

هغه وايي چې له دغو سپارښتونو تر اوسه ۴۰ په بشپړ ډول پلې شوې، د لسو نورو سپارښتنو پر پلې کېدو کار پيل شوی او يوه د تعليق په حال کې ده.

د ده په وينا، د څارنوالۍ د تشکيل او واکونو د قانون تعديل، د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ ترمنځ د همکاريو د پاليسۍ اغېزمن تطبیق، له يوې ولسوالۍ بلې ته د قضيو د لېږد په موخه پروتوکول برابرول او پلي کول، مدافع وکيلانو ته د جواز ورکولو تګلارې ښه کول او نور له ۴۰ سپارښتونو دي چې په بشپړ ډول پلي شوي دي.

د ميک په کمېټه کې د لويې څارنوالۍ د څانګې څېړونکي سمېع الله هلالي وويل، لس هغه سپارښتنې چې کار پرې پيل شوی، پلې کېدل يې اوږدمهال، د اړوند ادارو همغږۍ او ګډ کار ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، په لويې څارنوالۍ کې د ازادې سيالۍ له لارې د څارنوالانو استخدام، د څارنوالانو پر حاضرۍ څار او په دې برخه کې له بايومټريک سيستم څخه کار اخيستل، په برېښنايي ډول د ټولو قضيو ثبتول، په لويه څارنوالۍ، د کورنيو چارو او عامې روغتيا په وزارتونو کې د کريمنال تخنيک او عدلي طب چارې پر عصري وسايلو سنبالول، د اداري فساد د دوسيو د څېړلو ګړنديتوب، د لويې څارنوالۍ، سترې محکمې، عدليې وزارت او د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنې د ستاژ پر کورسونو مرور او بيا کتنه، د عدلي سکتور لپاره د ستاژ کورسونو د واحدې تګلارې کارول، د نصاب نوي کول او د حقوقو پوهنځي د نصاب نوي کول له هغو سپارښتونو دي چې کار پرې پيل شوی.

د ده په وينا، د مظنون د هويت مشخص کولو سپارښتنه د تعليق په حال کې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version