ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو او غلو څلور کسیزه ډله نیول شوې

17 Nov 2019 - 14:44
17 Nov 2019 - 14:44

 

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): ملي امنیت وایي چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې یې د انسان تښتوونکو او غلو یوه څلور کسیزه وسله واله ډله نیولې ده.

د دغه دفتر په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې پژواک ته را رسېدلې، راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یو لړ ځانګړو او هدفي عملیاتو په ترڅ کې د مجرمینو یوه ډله په نښه کړه چې په تازه پېښه کې یې د اوومې ناحیې اړوند سیمې څلور وسله وال انسان تښتوونکي او غله  نیولي دي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه عملیات هغه وخت له سره پیل شول چې د کابل یو شمېر ښاریانو د ملي امنیت ریاست له (۱۹۱۹، ۱۰۰۱) شمېرو سره په اړیکه کې شول او د غیر مسوولو وسله والو په اړه یې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې.

سرچینې د دې په څرګندولو سره چې د ملي امنیت ریاست عملیاتو په مرکزي زون، په ځانګړي ډول کابل ښار کې تر نامعلومې مودې دوام درلود او له نیول شوو کسانو د بانډ مشر حامد مشهور په «چنګېز او حاجي»، د بانډ مرستیال مطيع الله مشهور په «قاري» او د بانډ غړی صدیق الله مشهور په «صدیق سیاه» یاد شوي دي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، دا د کابل په کچه یوه ډېره خطرناکه شبکه وه چې د ۷ کسانو په وژلو او ۴۲ نورو په ټپي کېدو کې یې لاس درلود او د کابل ښار په ځانګړې توګه شپږمې او اوومې ناحیې له ۱۱ دوکاندارانو او کسبګرو یې په زور او توهین دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې د دې ډلې د نیولو وخت ته اشاره نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version