کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): کابل ښاروالۍ په داسې حال کې کابل ښار کې د ترافیکو د نظم لپاره ۳۰۰ تنه ګوماري چې په دې وروستیو کې د لارو له بندېدو د ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي.
د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وایي چې یاد ۳۰۰ کسان د دې ښاروالۍ د ترافیکو د انسجام ریاست په چوکاټ کې پر دندو ګومارل کېږي.
د ښاروالۍ چارواکو په وينا، دغو کسانو ته ځانګړنې روزنه ورکول کېږي، څو ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړي.
کابل ښاروال د معلوماتو له مخې چې دغه کسان به د ترافیکو له پولیسو سره په ګډه ښار کې د ترافیکو بهیر به تېره بیا پر سړک د ښوونځيو د زده کوونکو او ښاریانو تېرېدل راتېرېدل به تنظمیوي، د حرکت له ټولو مسیرونو به څار کوي او د ترافیکي تخلفاتو د پېژندنې په برخه کې به د ترافیکو له پولیسو سره مرسته کوي.
د ده په وینا، تر اوسه له یادو ۳۰۰ کسانو ۴۳ یې ګومارل شوي او کار یې پیل کړی دی.
هغه وایي چې په دې برخه کې د نورو کسانو د ګومارنې چارې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ځیني موټرچلوونکي او نور ښاریان کابل ښار کې د لارو له بندېدو شکایت کوي.
یوه موټر چلوونکي محمد سخي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې ښار کې هر وخت لارې بندې وي، خو له درېېو ـ څلورو اونیو راپدیخوا د ملک اصغر په څلورلارې، وزیر اکبرخان، ده افغانان، د هوايي ډګر پر سړک، دهمزنګ او کوټه سنګي کې لارې ډېرې بندې وي.»
بل ټکسي چلوونکی عزیزالله وايي: "نن سهار مې له قنبر څلورلارې سوارلۍ په نهه نیمو بجو را واخیسته، اوس دا دي۱۱ نیمې بجې دي، چې پښتونستان څلورلارې ته را ورسېدم."
د هغه په وینا، که لاره بنده نه وي، دغه لار په شاوخوا ۱۵ دقیقو کې وهل کیږي.
ولې لارې بندېږي؟
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن