ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“راتلونکی کال د ننګرهار د ټولو ولسواليو د لويو لارو د رغونې چارې پيلېږي”

20 Nov 2019 - 15:55
20 Nov 2019 - 15:55

جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): د ننگرهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، په تېرو پنځه کلونو جګړو د دغه ولايت د ولسواليو او مرکز ترمنځ لارې ډېرې زيانمنې کړې چې بيا ترميم ته اړتیا لري.

دوی غوښتنه کوي چې دغه لارې دې ترميم شي، څو د تګ راتګ پر مهال له موجوده ستونزو وژغورل شي.

د سړکونو ساتنې او څارنې اداره وايي، راتلونکی کال پلان لري چې د ټولو ولسواليو د لارو هغه ځايونه ترميم کړي چې د جګړو او نورو طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي دي.

د ننګرهار په شينوارو زون شپږو ولسواليو کوټ، روداتو، چپرهار، پچيراګام، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې تېر پنځه کلونه د داعش او طالب وسله والو له لوري د حکومتي ځواکونو پر وړاندې سختې جګړې وشوې چې له امله يې دغو ولسواليو ته تللې لارې هم تخريب او زيانمنې شوې دي.

د دغو ولسواليو اوسېدونکي وايي، د تګ راتګ پر مهال ځيني هغه ځايونه چې لارې يې تخريب دي، له سختو ستونزو سره په کې مخ کېږي.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حمزه وايي، دغه ولسوالۍ تر نورو ولسواليو جګړو سخته ځپلې چې د کورونو او نورو عامه ځايونو ترڅنګ يې په ځينو ځايونو کې سړکونه هم ړنګ شوي دي.

دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غورځنګ شينواري هم پژواک ته وويل، د جګړو له امله د يادې ولسوالۍ د ځینو سيمو لارې دومره تخريب شوې چې موټر ورته تګ راتګ هم نه شي کولی.

د پچيراګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګل محمد تسل هم پژواک ته وويل، د دوی پر ولسوالۍ سربېره دې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې چې چپرهار ولسوالۍ باندې تېره شوې، ډېرې برخې یې ماينونو او هوايي مرميو ويجاړې کړې دي.

د دغو ولسواليو خلک غوښتنه کوي چې لارې یې يو ځل بيا ترميم او په ځينو برخو کې دې له سره ورغول شي؛ ځکه ډېرې تخريب شوې دي.

بلخوا د ننګرهار د سړکونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، را روان کال د دغو لارو د ترميم لپاره له مرکزه بودجه غوښتل شوې ده.

د يادې ادارې مشر انجنير حامد ضياء پژواک اژانس ته وويل، د نوي کال بودجه کې يې اړوند وزارت ته پلان لېږلی چې د دغو ټولو سړکونو د بيارغونې او ترميم لپاره ورته بودجه منظور کړي.

هغه زياته کړه: ((کلونه کېږي، د ننګرهار د ټولو ولسواليو سړکونه رغول شوي خو بېرته ترميم شوي نه دي، ما را روان کال په پلان کې نيولي چې هم به سړکونه ترميمېږي او هم به د سړکونو اړوند پلچکونه، پلونه او نور ځايونه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version