ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونو ته د قیصاري د نیولو امر شوی

25 Nov 2019 - 18:19
25 Nov 2019 - 18:19

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٨): حکومتي سرچينې وايي چې د ملي امنیت شورا کورنیو چارو وزارت ته د نظام الدين قیصاري د بيا نیولو امر کړی دى.

يوې حکومتي سرچينې د ليندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي امنيت شورا کورنيو چارو وزارت ته امر کړى چې غير مسوول وسله وال قوماندان نظام الدين قيصاري دې بيا ځلي ونيسي.

هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

بلخوا کورنيو چارو وزارت په دې اړه د پژواک ټيلفوني اړيکه ځواب نه کړه.

د قيصاري د بيا ځلي نيولو امر وروسته له هغې کېږي چې دوه ورځې وړاندې د نوموړي پلويانو د څو ساعتو لپاره د مزار- شبرغان لويه لار تړلې وه.

د يادونې وړ ده چې نظام الدین قیصاري په فارياب کې يو غير مسوول وسله وال قوماندان دى چې تېرکال يې يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي ګواښلي وو او له هغې وروسته د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو او کابل ته انتقال شو.

خو حکومت تر څو مياشتني نظربند وروسته بېرته خوشی کړ، نوموړی بلخ ولايت ته ولاړ او هلته يې خپل فعاليت ته دوام ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version