ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت شوې دي”

25 Nov 2019 - 17:04
25 Nov 2019 - 17:04

کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۸): د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي چې سږکال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت شوي چې ٢١ يې د وژنو پېښې دي.

دغه څرګندونې د ښځو چارو وزېرې دلبر نظري د لیندۍ په څلورمه کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغې وويل چې سږکال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ٦٤٤٩ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرکال په پرتله لوړوالى ښيي.

دې زياته کړه چې په دغو پېښو ۲۱ یې د قتل، شپږ یې د جنسي تېري، دوه يې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري د ښځو زنداني کول، پنځه يې صحرايي محکمې، یوه يې  د خرڅلاو او پاتې نور يې د تاوتريخوالي نور ډولونه دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې نا امني، د تاوتريخوالي په پېښو کې د زورواکو لاس لرل او په لرو پرتو ولسواليو کې صحرايي محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېروالي لامل شوي دي.

هغې زياته کړه: ((عامه پوهاوى او د قانون پلي کول کولاى شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي.))

د نوموړې په وينا، دوى پلان لري چې په راتلوونکي کال کې بايد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون تصويب شي او ترڅنګ يې بايد په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو ملي طرحه پلې شي.

هغې د دې طرحې په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دغه راز په ياده غونډه کې د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، حکومت هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ښځې عدالت ته لاسرسى پيدا کړي.

د عبدالله په وينا، په اوسنيو شرايطو کې جګړه تر ټولو لويه ستونزه ده چې په ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول پر ښځو يې ناسمې اغېزې کړې دي.

نوموړى وايي چې بيوزلي، بې سوادي، له قانون څخه ناخبري، زده کړو ته نه لاسرسى او د عامه پوهاوي نشتون هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه يې لوړه کړې ده.

عبدالله زياتوي: ((خو د خوښۍ ځاى دى چې له ټولو ستونزو سره سره په تېرو دوه لسزيزو کې د هېواد ښځو د يادو ټولو ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړه او خپلې وړتياوې يې ثابتې کړې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version