ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت ته د لوګر جنسي تیري موضوع د څیړلو امر وکړ

26 Nov 2019 - 21:01
26 Nov 2019 - 21:01

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): ولسمشر اشرف غني د ښوونې او روزنې وزارت ته لارښوونه کړې چې د لوګر د زده کوونکو د جنسي تیري موضوع دې ژر وڅیړي او پایلې دې  ورسره شریکړې کړي.

شاوخوا دوه اوونې وړاندې ځينو کورنيو او بهرنيو رسنيو د لوګر د مدني ټولنو د رييس موسى محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.

د محمودي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر اوسېدونکو لاريونونه او اعتراضونه وکړل او د نوموړي د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پرون پژواک ته ويلي وو چې موسى محمودي د يادو څرګندونو د سپيناوي په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري په کابل کې نيول شوی دی.

بلخوا د بښنې نړيوال  سازمان وايي، موسی محمودي او حسان الله حميدي د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا هغه مهال نیول شوي چې په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير سره ليدو ته روان وو.

دغه سازمان په افغانستان کې د دوو مدني فعالانو پر نيول کېدو د  اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د هغوى د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا ولسمشر اشرف غني د لوګر ددې قضیې په اړه چې د مدني ټولنې لخوا مطح شوې داندیښنې څرګندونه کړې ده.

هغه نن ماخوستن په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي : (( نن مې ددې قضیې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پر مهال په  دې اړه د خپل شویو لارو چارو سره خپل م خالفت څرګند کړ، او د ملي امنیت ریاست ته مې لارښوونه و کړه چې د مدني فعالانو د امنیت خوندي کولو موضوع دې د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.))

ولسمشر ویلی، د دا ډول پيښو د پلټنو او څیړنو واک له بشري حقوقو خپلواک کمیسیون او لوی څارنوالۍ سره دی ، دغه راز د مدني ټولنې او بشري حقوقو د مدافعینو امنیت د حکومت او په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت  مسوولیت دی.

اشرف غني زیاته کړې، د ښوونې او روزنې وزارت ته یې دنده سپارلې چې د یادې قضیې د ادعاوو په اړه ژر تر ژره څیړنې وکړي او پایلې یې ورسره شریکې کړي.

دغه راز ولسمشر ویلي، چې دراتلونکې پنجشنبې په ورځ د قانون  د حکمیت او فساد سره د مبارزې د عالي شورا په ناسته کې به په دې اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال دې قضيې ته په اشارې وويل چې د مدني فعالانو نيول ناسم کار دی.کرزي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې نیول شوي کسان دې ژر تر ژره پرېښودل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version