کندهار (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د کندهار د امنیې قوماندانۍ پولیسو هغه ملا امام نیولی چې پر یوه ۸ کلن ماشوم یې جنسي تېری کړی او بیا یې په وهلو یې وژلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د غازي غونډۍ په سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې سیمې د یوه جومات ملا امام پر یوه اته کلن ماشوم جنسي تېری کړی او په وهلو یې وژلی دی.
هغه زیاته کړه، د محمد قاسم په نوم دغه ماشوم تېره شپه میرویس روغتون ته وړل شوی چې پر وجود یې د تشدد او غاښونو لګولو نښې وې چې ډاکترانو یې په اړه امنیې قوماندانۍ ته خبر ورکړی.
دی وايي، وروسته پولیسو دغه ملا امام نیولی او د پلټنو پر مهال یې منلې چې پر دغه ماشوم یې اته ځلې جنسي تېری کړی او په وهلو یې وژلی دی.
د ملا سید محمد په نوم دغه ملا امام پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا درې کلونه کېږي چې د کندهار ښار د اتمې امنیتي حوزې د غازي غونډۍ په سیمه کې د یوه جومات امامت کوي.
هغه زیاته کړه، محمد قاسم او مشر ورور یې چې د ده له خپلوانو دي او کور یې په زابل ولایت کې دی، له ده سره په جومات کې د طالبانو په توګه اوسېدل او درس یې ورته وایه.
د ده په خبره، دا چې د محمد قاسم عمر کم (۸ کلن) و، له ځان سره یې ویده کاوه چې په دې موده کې یې ۸ ځلې پرې جنسي تېری کړی دی.
هغه وویل، محمد قاسم تېره ورځ له جوماته تښتېدلی و چې بیا یې د زابل په اډه کې ونیو او هغه مهال یې دوه درې لغتې وهلی و او د جنسي تېري پر مهال یې د هغه پر وجود غاښونه لګولي وو.
د ده په خبره، تېره شپه ناوخته د محمد قاسم وضعیت خراب شو چې بیا یې میرویس روغتون ته یووړ او ساه یې ورکړه.
نوموړي پر خپله دغه کړنه پښېماني ښوده او د بښنې غوښتنه یې کوله.
که څه هم تر دې وړاندې پر کم عمره ماشومانو د جنسي تېري پېښې شوې خو دا د خپلې بڼې لومړۍ پېښه ده چې پر یوه ماشوم د ملا امام له خوا جنسي تېری کېږي او د وهلو له لاسه مړ کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن