کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٨): د نړیوال بانک ګروپ د مدیره پلاوي بورډ د افغانستان لپاره د ۵۲،۵ میلیونه امریکايي ډالرو نوې مرسته تصویب کړه.
د دغه بانک له خوا د لېندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته به په افغانستان کې د طبیعي ګازو پر پروژې ولګول شي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر کړي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان د ګازو پروژه په مشخص ډول د لاندې څانګو لپاره مستقیمې مالي او تخنیکي مرستې برابروي:
- د شبرغان- مزارشریف د ګازو د نل لیکې احداث، ګټه اخیستل، ساتنه او پالنه او همدارنګه له طبیعي ګاز څخه د سلفر او د هوا د نورو ککړوونکو توکو د چاڼولو د فابریکې تأسیسول.
- د ګازو د نړیوال سکتور له معیارونو سره سم د پایېدونکي اداري او حقوقي چوکاټ رامنځته کول او د قراردادونو د شفاف مدیریت سیستم برابرول.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هنړي کرالي ويلي، تمه کېږي چې د ګاز د تولید پر زېربناوو او د ګاز د سکتور د قوي بنسټ او پایښت لرونکي حقوقي او اداري چوکاټ پر جوړولو له پانګونې سره به ژر په افغانستان کې د برېښنا د تولید په کچه کې چې اوس مهال خورا کمه ده، زیاتوالی راشي او په ورته مهال به برېښنا ته د خلکو لاسرسی ډېر شي او له بلې خوا به د بېوزلۍ کچې په کمولو کې به هم ښه رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه له افغانستان او نورو مخ پر ودې هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د اوږدمهالو ژمنو یوه برخه ده چې د دغو هېوادونو اوسېدونکو ته ډاډمنه، ارزانه او پایېدونکې انرژي برابره کړي.
سرچينې زياته کړې، نړیوال بانک له کورنیو او بهرنیو سرچینو په استفادې سره انرژۍ ته د لاسرسي د توسعې او ښه والي د ملاتړ اوږده سابقه لري او د برېښنا انرژۍ د تولید، انتقال او توزیع، د خصوصي سکتور د ملاتړ، د تخنیکي مرستو د برابرولو او د پالیسیو په برخه کې د مشورې په وړاندې کولو سره مرسته کوي.
نړيوال بانک ويلي، له داخلي منابعو څخه د ګاز د تولید او استحصال او د برېښنا انرژۍ په تولید کې له ګازو څخه د مطلوبې استفادې ملاتړ د دې سبب کېږي چې افغانان به په اوږدمهال کې د برېښنا انرژۍ شبکې ته پایېدونکی لاسرسی پیدا کړي. له مختلفو منابعو څخه د برېښنا د تولید زیاتوالی د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره آسانتیاوې برابروي او دا توان ورکوي چې د خپل کار و بار لمن پراخه کړي او د افغانانو لپاره لا زیات کارونه برابر کاندي.
په پام کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د دولت له نورو اړوندو ادارو لکه د مایع ګاز او نفتي موادو د تصدۍ او د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم ادارې په همغږۍ او همکارۍ سره د دې پروژې د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن