ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې راروان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره چمتووالى نيول شوى

30 Nov 2019 - 17:30
30 Nov 2019 - 17:30

کندهار (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۸): د کندهار چارواکي وايي، په را روان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیول شوی دى.

دغه چمتووالی په داسې حال کې نیول کېږي چې تېر کال ورښت او سېلابونو په کندهار کې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

بل خوا له مرکز څخه کندهار ته یو پلاوی راغلی څو تر څېړنې وروسته د سېلابونو د مخنیوي په موخه لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه جوړ کړي.

د کندهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر ژمي کې د ورښت او سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په کتو دا ځل ولایتي ادارې په را روان ژمی کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې له بېلابېلو ریاستونو څخه د اضطرار په نوم یوه کمېټه جوړه شوې څو مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي او خپل امکانات سره شریک کړي.

د ده په وینا،څو ورځې مخکې له مرکز څخه کندهار ته د بېلابېلو وزارتونو یو ګډ پلاوی هم راغلی څو په کندهار ښار او ولسوالیو کې تر دقیقې څېړنې وروسته د خطرونو د مخنیوي په موخه لنډ مهالي او اوږدمهالي پلانونه جوړ کړي.

دی وايي، په دغو طرحو او پلانونو کې د اوبو د مهارولو او طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار او ولسوالیو د کانالیزاسیون سیسټم جوړول، د میان کوه بند، چک ډیمونو، لښتيو او پاتاوونو رغول او جوړول شامل دي.

نوموړي وویل، د دغو او یو لړ نورو طرحو او پلانونو له عملي کېدو سره به د سېلابونو راوتو مخنیوی وشي او له خلک به د طبیعي پېښو له جدي خطرونو وژغورل شي.

په کندهار کې د اضطرار کمېټې له ډلې، له پېښو سره د چمتووالي ریاست مرستیال محمد افاق بریالی وايي، دغه ریاست د ۴۵۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو چمتووالی لري او دغه راز یې د اړتیا پر مهال د اړینو توکو د پېرلو لپاره ۹۰۰ زره افغانۍ ځانګړې کړي دي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس محمد نسیم ایوبي وايي، په را روان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي پر مهال د ۳۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو توان لري.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی سلطاني وايي، په بېړنیو حالاتو کې تر ۱۵ زره تنو پورې د روغتیايي مرستو د رسولو چمتووالی لري.

ده یادونه وکړه چې مخکې له مخکې یې د کندهار نږدې او لیرې سیمو ته روغتیايي سامان الات لېږدولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version