ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ کال د بودجې طرحه له یو شمېر وړاندیزونو سره تایید کړه

3 Dec 2019 - 14:19
3 Dec 2019 - 14:19

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): مشرانو جرګې پر یو شمېر وړاندیزونو سربېره د ۱۳۹۹ کال د بودجې طرحه نن په داسې حال کې تایید کړه چې له دې وړاندې ځینو سناتورانو یاده طرحه «نا انډوله او د عوامو تېر ایستونکې» بللې وه.

د افغانستان مالي کال د سلواغې په لومړۍ ڼېټه پیلېږي.

د افغانستان د راتلونکي مالي کال ملي بودجه چې ۱۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیایي بودجه کېږي، د لړم په ۲۶مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه.

مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون رییس محمد عظیم قویاش د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ د عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ د پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې دي.

دی وایي چې ډېری عادي بودجه د ملي دفاع، بهرنیو، پوهنې، ترانسپورت، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، مالیې، د ملي امنیت ریاست، سیمه ییزو ارګانونو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارتونو ته ځانګړې شوې ده.

د نوموړي په خبره، په پراختیایي بودجه کې پوهنې، ملي دفاع، بهرنیو چارو، ملي امنیت ریاست، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، مالیې او ترانسپور وزارتونه په تدریج سره په پام کې نیول شوي.

قویاش وایي چې د راتلونکي کال د بودجې په سند کې د ۵۴۷ پروژو پر تړونونو سربېره چې کارونه یې له وړاندې پیل شوي او اوس هم روان دي، ۱۱ نوې پروژې هم ځای پر ځای شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ټولې بودجې  ۲۰۸ میلیارده افغانۍ د ننیو عوایدو او پاتې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویلېږي.

هغه وویل چې د جرګې غړو د مشورې لسګونه وړاندیزونه په کتبي ډول وړاندې کړل او د هغې هوکړې له مخې چې د مالیې وزارت له مسوولانو سره شوې، دغه وړاندیزونه او مشورې د بودجې په سند کې شاملېږي.

خو د جرګې یو شمېر غړو د راتلونکي کال بودجه نا انډوله وبلل او ویې ویل چې هېڅکله د دې جرګې مشورتې نظریه د بودجې په سند کې نه ده شامله شوې.

په یاده جرګه کې د پروان د خلکو استازي معلم لالا ګل وویل: «پنځه کاله کېږي چې موږ مشورتي نظریې ورکوو، خو هېڅکله زموږ یوه پروژه هم د بودجې په سند کې نه ده شامله شوې.»

د دې جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار پر دې سربېره چې د جرګې د راتلونکي کال سند یې نا انډوله وباله، وویل، هغه پروژې چې د مشرانو جرګې د غړو له خوا وړاندې کېږي؛ باید د بودجې په سند کې شاملې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version