ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: ننګرهار کې داعش ته په ماتې ورکولو کې طالبان هم رول لري

4 Dec 2019 - 10:42
4 Dec 2019 - 10:42

کابل (پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې په ننګرهار ولايت کې داعش ډلې ته په ماتې ورکولو کې د افغان او امريکايي ځواکونو ترڅنګ طالبانو هم رول درلود.

خليلزاد د لېندۍ په١٣مه سهار وخته په يوه ټويټ کې ليکلي، لکه څه ډول چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د سفر پر مهال ويلي وو، په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې پر وړاندې مهم پرمختګ شوى دى.

هغه زياته کړې چې په ننګرهار کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي او افغان ځواکونو او طالبانو په اغېزناکو عملياتو کې داعش ډله له ماتې سره مخ شوه.

خليلزاد ويلي: "دا رښتينی پرمختګ دی، داعش- خراسان ډلې خپلې سيمې او جنګيالي وبايلل، سلګونه تسليم شول، خو داعش- خراسان ډله په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. "

دا په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني څه موده مخکې ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال يې هلته د داعش د له منځه وړو رسمي اعلان کړى و.

دغه راز د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ چې د تېرې جمعې په شپه په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلى و، وويل، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي او د ملي دفاع وزارت د لسګونو بهرنيانو په ګډون د سلګونو داعش وسله والو طالبانو د تسليمېدو خبر ورکړى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې داعش او طالبانو څو ځلې نښتې وکړې، خو طالبان هېڅکله بريالي نه شول.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په کومو سيمو کې چې له څو کلونو راهيسې داعش فعاليت کاوو، هلته پخوا طالبان مېشت وو او د داعش له خوا ترې ونيول شوې.

خوږياڼى وايي، امنيتي ځواکونو د سيمې د ولسي پاڅون کوونکو په مرسته چې د سيمه ييزې اردو او د بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته هم ورسره وه، داعش یې په ننګرهار کې ماتې، تېښتې او تسليمېدو ته اړ کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version