جلال اباد (پژواک، ١٣ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو د PMS په نوم يوې جاپانۍ موسسې په کارکوونکو بريد کړی چې په کې د دې موسسې جاپانى مشر ډاکټر ناکامورا او پنځه نور افغان کارکوونکي يې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د سولې کاروان دفتر ته نږدې د PMS موسسې د مشر ډاکتر ناکامورا پر موټر ناپېژاندو وسله والو کسانو ډزې کړې دي.
دی وايي، په دغه بريد کې د يادې موسسې مشر ډاکتر ناکامورا لومړى سخت ټپي او د هغه درې ساتونکي، موټرچلوونکى او يو بل کارمند يې وژل شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، ډاکتر ناکامورا د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوی و، خو د سختو ټپونو له امله يې وروسته ساه ورکړه. .
د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر هم پژواک ته وويل، د پېښې له ځايه ورته پنځه جسدونه او يو کس په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پر ډاکتر ناکامورا د بريد د غندلو ترڅنګ وايي، هغه له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د خلکو خدمت کاوه.
هغه زياته کړه چې پر نوموړي يواځې د ننګرهار ولايتي اداره نه، بلکې ټول خلک خپه دي او ډېر ژر به يې د بريد عاملين که هغه هر څوک وي، د امنيتي او کشفي ادارو له خوا ونيول شي.
والي وايي، دلته د خلکو پر ضد نا اعلان شوى جنګ روان دى، هر څوک چې د ابادۍ او امنيت لپاره کار کوي، تر بريدونو لاندې راځي.
مياخېل وايي، د هېواد دښمنان نه غواړي افغانستان اباد شي، د ډاکتر ناکامورا ګناه څه وه؟ هغه خو خلکو ته خدمت کاوه، کانالونه يې جوړول.
ډاکتر ناکامورا چې له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې په افغانستان کې خيريه کارونه او د کرنې او بيا رغونې په برخو کې کار کوي، څه موده وړاندې ورته د ولسمشر له لوري افغاني تابعيت هم ورکړل شو.
نوموړې موسسه په ننګرهار کې د کرنې او پراختيا اړوند پروژو برخو کې کار کوي چې تر ټولو ستره پروژه يې په کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم د يو ستر کانال رغول دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن