کندوز ښار (پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٨): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل: ((تېره شپه طالبانو پر څو پوستو بريدونه وکړل، ويل کېږي چې ١٢ کسان په کې مړه شوي دي.))
همدارنګه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په دشت ارچي کې پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د قوماندان احمدشاه او قوماندان قدوس په ګډون ١٧ پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په بغلان کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
په پلخمري کې يوي دولتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پلخمري اړوند د ډنډغوري سيمې د غرو شاخ د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن