ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکو د ذخيروي بندونو د بيارغونې غوښتنه وکړه

9 Dec 2019 - 16:29
9 Dec 2019 - 16:29

پل علم (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٨): د لوګر اوسېدونکي وايي، حکومت دې په دغه ولايت کې د اوبو هغه ذخيروي بندونه بېرته ورغوي چې د کورنيو جګړو له امله سخت زيانمن شوي دي.

دوى وايي که چېرې دغه بندونه ورغول شي، په دغه ولايت کې به زرګونه هکټاره کرنيزه ځمکه ورسره خړوبه شي.

په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د کرنې  برخې د ودې او اقتصادي پراختيا په موخه د خروار او محمدې ولسواليو د اوبو ذخيروي بندونه بيا ورغوي.

هغه وايي: ((که دغه ذخيروي بندونه جوړ شي په دغه ولايت کې به زرګونه جريبه شاړه ځمکه خړوبه شي چې ورسره به د خلکو اقتصادي ژوند ډېر ښه شي.))

دغه راز د مرکز پل علم اړوند د خاکي سيمې اوسېدونکي سلام خان کوچي پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې په دغه سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه له کرلو څخه پاتې ده.

ده وويل: ((اوبه نشته دي نو ځکه ډېر ځمکې نه کرل کيږي خو که چېرې د خروار ولسوالۍ ذخيروي بند جوړ شي نو بيا زموږ دغه مشکل حل کيږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اوبو د کموالي له امله دوى په خپلو ځمکو کې په نوبت سره کرنه کوي.

په ورته وخت کې د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا اوسېدونکي ظاهر پژواک ته وويل چې د سرخ اب د اوبو ذخيروي بند له څو کلونو راهيسې ويجاړ شوى دى.

هغه وايي: ((حکومت دې دغه بند د پخوا په شان جوړ کړي ترڅو موږ په خپلو ځمکو کې په سمه توګه کر وکړو اوس خو زموږ ډېرې ځمکې همداسې پرتې دي.))

په دې اړه د خروار ولسوال ثمرګل راشد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د اوبو ذخيروي بند په وروستيو کې کلونو کې زيانمن شوى او بيارغولو ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((که چیرې دا بند جوړ شي د باران او سیلابونو اوبه به په کې ذخیره شي چې د دې ولسوالۍ ترڅنګ په مرکز پل علم، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې هم ډېرې ځمکې خړوبې کړي.))

په دې اړه د لوګر د اوبو لګولو رييس شفيق احمد جهانيار پژواک ته وويل چې د خروار ولسوالۍ د چالاک خېلو، د محمد اغې ولسوالۍ د سرخ اب او د خوښۍ ولسوالۍ د اب تک اوبو بندونه جدي بيا رغولو ته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version