کندوز ښار (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه افغان سرتېري وژل شوي او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د هاوان مرمۍ لګېدلې ده چې له امله يې ٢١ سرتېري تپيان شوي دي.
رحماني دا هم وويل چې تېره شپه د کندوز ښار د بندر کابل د سردارانو په کوڅه کې پر يوه کور هم د هاوان مرمۍ لګېدلې چې په ترڅ کې يې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو بل لور ته يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت منسوبينو د چهاردرې ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کې ګډه غونډه درلوده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر دې غونډې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ په پنځه سوه مترۍ کې پراته دي.
هغه وايي: ((بېګاه يې پرې هاوان ويشتى دى خو هر وخت چې وغواړي د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ هم نيولاى شي.))
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړى خليل قاري زاده وايي چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له لوري د توغنديو د توغولو لړۍ چټکه شوې ده.
ده زياته کړه: ((حکومت مسووليت لري چې د هاوان مرميو د مخنيوي ترڅنګ د خلکو امنيت په پورته توګه خوندي کړي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ پر هاوان ويشتې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د خان اباد ولسوالۍ د سيمه ييز پوليسو د قوماندان محمد عمر پخسه پران په ګډون ٢٢ حکومتي سرتېري ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، چهاردره د کندوز د ناامنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن