ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر موراکامي د ناکامورا ځای ناستی وټاکل شو

13 Dec 2019 - 14:32
13 Dec 2019 - 14:32

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جاپان هېواد د ډاکتر ناکامورا د ماموريت بشپړلو په موخه ډاکتر موراکامي د هغه ځای ناستی ټاکلی دی.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا چې له ۲۰۰۳ کال راهېسې يې ننګرهار کې د PMS جاپانۍ خيريه موسسې مشري کوله شاوخوا لس ورځې وړاندې جلال اباد ښار کې د نا معلومو وسله والو له لوري و وژل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل، جاپان هېواد په ننګرهار کې د ډاکتر تېتسو ناکامورا د نيمګړي ماموريت بشپړولو په موخه ډاکتر موراکامي د PMS ادارې د نوي رييس په توګه پر دنده ګومارلى دى.

هغه زياته کړه، ډاکتر موراکامي، چې د ناکامورا ماموريت سره بلدتيا لري ژمنه يې کړې، چې د هغه نيمګړې چارې به په پوره لېوالتيا او ښه ډول پر مخ وړي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې په پلان کې ده، چې ډېر ژر به ډاکتر موراکامي په ننګرهار کې خپله دنده هغه ډول پيل کړي څرنګه، چې ډاکتر ناکامورا مخته وړله.

په ټولنيزو شبکو کې ‌‌‌‌‌‌ډيرو خلکو د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر موراکامي ټاکل کېدل په خوښيو بدرګه کړي او دا یې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا د ارمانونو چې د کونړ سيند د مهارولو په اړه یې درلوده د پوره کېدو لپاره ښه زېری ګڼلی دی.

د دوی له ‌‌‌‌‌‌ډلې ټولنيز فعال نعمان دوست پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:((‌‌‌‌‌‌ډاکټر موراکامي! ستا جرئت، شهامت، مېړانې او انساني جذباتو ته د کونړ سيند د څپو  هومره درناوی.))

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۵ کيلومټره په اوږدوالي ستر کانال جوړ کړی چې ۳۰۰۰ جريبه ځمکه یې خړوبه کړې او دغه راز يې د بهسودو او کامې ولسواليو سربندونه چې له کلونو ورسره خلک په ستونزه کې و رغولي چې دغه دواړه ولسوالۍ ترې خړوبېږي.

هغه په دې وروستيو کې د کوز کونړ ولسوالۍ د کانال د بیارغوونې چارې پيل کړې وې چې ناڅرګندو وسله والو وواژه او دا کار يې نيمګړی پاتې شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version