ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خصوصي سکتور په کندهار کې ۲۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کوي

16 Dec 2019 - 14:43
16 Dec 2019 - 14:43

کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۸): کندهار په ځانګړي اقتصادي زون بدلېږي چې په دې برخه کې د دولت ترڅنګ خصوصي سکتور هم میلیونونه ډالر پانګونه کوي.

د کندهار سوداګر او پانګوال وايي، په دغه ولایت کې د راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال په اوږدو کې ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او ۲۵زره کسانو ته د کارموندلو فرصتونه برابروي.

ټاکل شوې ده د کندهار په ګډون د هېواد اووه ستراتيژیک ولایتونه کابل، ننګرهار، بلخ، خوست، هلمند او هرات پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدل شي.

په اقتصادي زون کې د خصوصي سکتور ونډه او غوښتنې:

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستيو کې د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختيا کمېسیون يوه پلاوي کندهار ته سفر کړی او دلته يې له چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره پرله پسې څو غونډې وکړې.

هغه زیاته کړه، کندهار مېشتو سوداګرو او صنعتکارانو له دغه کمېسیون سره یو تړون لاسلیک کړ او هغه پروژې یې ورته په ګوته کړې چې پانګونه په کې کوي.

دی وايي، د شوي تړون له مخې کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال پلان لري چې د دغه ولایت د اقتصادي ودې په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۲۵زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي.

د زهير په خبره، د کندهار سوداګر او پانګه وال غواړي په درېیو برخو کې پانګونه وکړي چې د ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا تولید، د سیمنټو استخراج او کرنه ده.

خو ده ټینګار وکړ چې دولت باید له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي چې د ځانګړو مالیاتي او سوداګریزو قوانینو پلي کول، ګمرکي او مالیاتي معافیت، د زېربناوو جوړول، ځانګړي خدمات وړاندې کول او نور په کې راځي.

د ده په خبره، که د کندهار په اقتصادي زون د بدلېدو په برخه کې چارې لکه څنګه چې ویل کېږي هغسې تر سره شي نو نه یوازې کندهار بلکې سويلي زون به د کرنې، سوداګرۍ او صنعت په برخه کې بې ساری پرمختګ وکړي.

د سوداګرۍ خونې رييس واي، د دې طرحې لویه ګټه دا ده چې هېواد د سړکونو او پټلیو له لارې د سیمې او نړۍ له وچو بندرونو سره نښلول کېږي.

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وايي، د دې طرحې د عملي کېدو په موخه باید تر هر څه وړاندې صنعتکارانو ته ځمکې ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version