ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار ښار کې د چاودنې له امله ٦ پوليس او ١٦ ملکي وګړي ټپيان شول

17 Dec 2019 - 10:40
17 Dec 2019 - 10:40

مزار شريف (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د چاودنې له امله ٦ پوليس او ١٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مقناطيسي ماين چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د مزار شريف ښار اړونده د الکوزي څلور لاري سره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله پنځه د ترافيکو پوليس، يو ملي پوليس او ١٦ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

عادل وايي چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوې چې له امله يې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د سميع الله په نامه دپېښې يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل چې د چاودنې په څو مترۍ کې د ښار دويمه امنيتي حوزه موقعيت لري.

هغه زياته کړه، چاودنه د ترافيکو د رېنجر موټر په څو مترۍ کې تر يوې کراچۍ لاندې شوې ده.

د نوموړي په وينا، تر چاودنې وروسته يې څو  تنه ټپيان وليدل.

د بلخ د ملکي روغتون آمر داکتر شفیق الله شایق وایي. روغتون د پېښې له ځایه ۲۲ ټپیان ور وړل شوي چې ۶ پولیس، ۳ مېرمنې او ۱ ماشوم هم پکې شامل دي. هغه وایي چې د درې تنو ټپیانو وضعیت نازک دی.

ددغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

په مزار شريف ښار کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې لسګونو امنيتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې په همدې ښار کې د نامسوولو وسله والو د قوماندان نظام الدين قيصاري پر کور عمليات وکړل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version