ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کابل ښاروالۍ ته د کابل ښار د زون بندۍ لارښوونه وکړه

20 Dec 2019 - 09:21
20 Dec 2019 - 09:21

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : ولسمشر اشرف غني کابل ښاروالۍ ته د کابل ښار د زون بندۍ لارښوونه وکړه، ترڅو پانګونې ته لار هواره شي.

له ارګ څخه د  لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دولسمشر اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه، پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش هم شتون ، په اړوندو دولتي ادارو کې د قضایاو د ثبت مدیریت سیستم د لېږد پر څرنګوالي، ښاري او ساختماني سرغړونو ته د رسیدګۍ کمېسیون پر اجرااتو، له پنځو کلونو څخه د زیاتو بند لرونکو زندانیانو د عفوې او تخفیف جدول د منظورۍ په خاطر د لوی څارنوالۍ ادارې ته د صلاحیت پر ورکړې، په اوږدمهاله قسطونو کې د ابتدايه او استيناف محکمو د قضايي او اداري برخې له اداري فساد سره د مبارزې، نشه یي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې محاکمو کارکوونکو ته د استوګنې د اپارتمانونو د وېش په اړه د قضائیه قوې د امریت پر وړانديز، د عدلي او قضايي ادارو د همغږۍ عالي کمېټې د درېیمې او څلورمې جلسې د اجرااتو او د ۱۳۹۸ مالي کال اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تطبیق څرنګوالي د لومړۍ، دویمې او دریمې ربعې پر راپورونو او اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تاثیراتو ارزونې د دندې پر لایحې بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې حسنا جلیل، په اړوندو دولتي ادارو کې د قضیو د ثبت مدیریت سیستم د لېږد د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، سترې محکمې ته د قضایاو مدیریت د لېږد پنځه کلن پلان له تصویبېدو درې کاله تېریږي، خو تر اوسه هم د توقع وړ پایلې نه دي ترلاسه شوي.

هغې زیاته کړه، دغه سیستم د دوسیو د سالمې ساتنې، شفافیت او ځواب ویلو، د ټول هیواد دوسیو ته د فوري لاسرسي، د کشفي، عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ، د قانون د حاکمیت د ملاتړ او فساد د مخنیوي په خاطر ایجاد شوی دی.

په ټولو عدلي او قضایي ارګانونو کې د قضایاو سیستم الکترونیکي کول، موجودو دوسیو ته د دغو ارګانونو اسانه لاسرسی، په اجرااتو کې د فساد مخنیوي، د شفافیت ایجاد او له حکومتولۍ څخه د خلکو رضایت، عدلي پروسو څخه د تېښتې د امکان نشتوالی، د جرمونو د سطحې د دقیقو شمېرو ثبت او متضررینو ته د هغوی د اړوندو دوسیو د پړاونو د څرنګوالي معلومات د دغه سیستم اهداف دي.

ولسمشر غني په دې اړه وویل، له دغه سیستم څخه استفاده کوونکي ادارې باید د استفادې د ډول او ټاکل شویو مکلفیتونو په اړه په یوه میاشت کې داسې مقرره تکمیل کړي چې ټول بُعدونه پکې شامل وي.

هغه د دغه سیستم پر تمامې تخنیکي ارزونې د ټینګار پر مهال وویل، سیستم باید د یوه هدف ځواب ویونکی وي او موږ وکولای شو راتلونکې یې په خپله مدیریت کړو.

ولسمشر کابل ښاروالۍ ته د کابل ښار د زون بندۍ لارښوونه وکړه، ترڅو پانګونې ته لار هواره شي، همداراز دې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، کابل ښاروالۍ او پولیسو ترمنځ همغږي زیاته شي.

هغه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولینو او همدارنګه کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې دې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي لپاره واضح پلان وړاندې کړي.

ورپسې، د هیواد لوی څارنوال فريد حميدي، له پنځو کلونو څخه زیات بند لرونکو زندانیانو ته چې د ولسمشرۍ عالي مقام د فرمانونو پر بنسټ د عفوې او تخفیف مستحق ګرځي د عفوې او تخفیف جدولونو د منظورۍ په خاطر د لوی څارنوالۍ ادارې ته د صلاحیت تفویض، غونډې ته وړاندې کړ.

ولسمشر غني د ياد وړانديز د تائيدولو پرمهال وويل، د دوه کلونو په موده کې بايد هېڅ بندي بياځلې له تخفيف برخمن نه شي، بلکې په دغه برخه کې بايد تعادل مراعت شي، ترڅو نور بنديان هم له دې امتياز څخه برخمن شي.

ولسمشر وويل، اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژۍ د تطبیق په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي، خو د راتلونکي اړتياوې نه ځوابوي. هغه زياته کړه، ستراتيژي بايد ثابته وي او واضح تصوير ولري.

هغه اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژۍ د تاثیراتو ارزونې د وظایفو د لايحې په اړه وويل، دا لايحه ډېرو بحثونو او غور ته اړتیا لري.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version