ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: که تر سبا وروسته هر چا ننګرهار کې کلدارې واخيستې کاروبار يې بندېږي

21 Dec 2019 - 17:45
21 Dec 2019 - 17:45

جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۸):  د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د افغانيو د دودولو او کلدارو د مخنيوي لپاره يې پرېکړه کړې که سر له يکشنبې هر چا کلداره واخېسته کاروبار يې بنديږي.

دی وايي، که هټيوال يې اخلي هټۍ يې تړل کېږي او که موټر چلوونکی يې اخلي موټر يې درول کېږي.

د ننګرهار ولايتي ادارې اوونۍ وړاندې يوازې دا پرېکړه کړې وه چې دولتي ادارو ته هېڅ مامور او مراجعه کوونکی له کلدارو سره نه شي ننوتلای، خو اوس يې په تازه اقدام کې دا پرېکړه هم وکړه چې هېڅوک يې د راکړې ورکړې پرمهال نه شي کارولى.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د رواجولو لپاره عملي او جدي پلان جوړ شوی او دغه برخه کې ډېر جدي دی.

هغه زياتوي، د ولايتي ادارې پرېکړه ده چې سر له سبا يکشنبې (د مرغومي له لومړۍ نېټې) جلال اباد ښار کې هېڅوک کلداره د راکړې ورکړې لپاره نه شي استعمالولی.

دی وايي: ((که دوکاندار کلدارې اخيستلې دوکاندان يې بنديږي او که ريکشا والا يا ټيکسي والا اخيستلې، رېکشا او ټيکسي به يې درېږي.))

د والي په وينا، له دغه امر څخه د سرغړونکي هټۍ، ريکشا او يا هم موټر به له پنځو تر لسو ورځو پورې درول کيږي.

نوموړی وايي، نغدي جريمه ځکه نه اخيستل کېږي چې تېر کې همدا ډول له نغدي جريمو فساد ته لاره جوړېده، کمېسيونونه بدنامېدل او کمپاين له ماتې سره مخ کېده.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو هم د يوې خبرتیا په خپرولو د دغه ښار له ټولو اوسېدونکو، هټېوالو، سوداګرو، ډاکټرانو، هوټل لرونکو او د عامه خدمتونو له ټولو څانګو غوښتي چې د کلدارو له اخيستو جدي ډډه وکړي.

هټیوال وايي، دوی ته د کلدارو په پرتله د افغانيو اخيستل ځکه ګټور دي چې سوداګر ورته مالونه په افغانيو ورکوي، خو دوی يې په کلدارو پلوري چې ډېر کله د ګټې پرځای زيان ويني.

د جلال اباد ښار د خوراکي توکو د اتحاديې مشر خانزاده افغان پژواک ته وويل، د دې کار لپاره بايد پر سوداګرو هم فشار راوړل شي چې په کلدارو پرې مالونه خرڅ نه کړل شي.

د ننګرهار اوسېدونکي دغه ولايت کې د کلدارو د مخنيوي لپاره له پيل شوي کمپاين څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دا چاره بايد دوامداره شي او لکه د نورو کمپاينونو موسمي او نمايشي بڼه ونه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version